IQNA

په نبوي جومات کې د زمزم د اوبو څه دپاسه۲ لکه ۱۸ زرو بوتلونه وویشل شول

10:33 - June 03, 2025
د خبر لمبر: 3491219
ایکنا- په نبوي جومات  یا هماغه مسجد النبی (ص) کې د ۱۵ ورځو په اوږدو کې د زمزم د اوبو درې زره درې سوه شبیته ټنه اوبه  په  دوه لکه اتلس   زره او ۳۳۶ بوتلونو کې پر حاجیانو او زیارتوالو وویشل شوې .

د ایکنا د راپور له مخې، دمسجد النبی (ص) د چارو عمومي ریاست د لمونځ کوونکو او حاجیانو لپاره وړاندې شوو خدمتونو په اړه احصائې خپرې  کړي او ویلي ئې دي: د ذی‌القعدې له ۱۵ څخه د ذی‌الحجې تر لومړۍ نېټې پورې د نبوي جومات د نارینه او ښځینه وو په برخو کې دوه لکه اتلس  زره او ۳۳۶ بوتلونه زمزم اوبه ویشل شوي دي. 

د دغو  شمېرنو له مخې، د اوبو رسولو پروګرامونو او خدمتونو په ترڅ کې ۳۳۶۰ ټنه زمزم اوبه مصرف شوي، چې په دې کې ۱۴ میلیون او ۴۵ زره پلاسټیکي پیالې کارول شوي دي. سربیره پر دې،درې لکه یو زر   او ۸۰۲ د روژه  ماتي خواړه د نبوي جومات په ټاکل شوو ځایونو کې ویشل شوي دي. 

د نبوي جومات د چارو عمومي ریاست وویل: د جومات او حاجیانو د ساتنې لپاره وړاندې شوي خدمتونه له لمانځه مخکې د جومات او  زیارت  او ضریح د خوشبو کولو لپاره د ۷ کیلو ګرامه غوره عود  کارول، او د جومات او تاسیساتو په  پاکولو او ، اسڼرلایز   او ضدعفوني کولو لپاره ۵۲ زره او ۶۲۵ لیټره ضدعفوني توکي شامل دي. 

دوی ټینګار وکړ چې دا د یوې شپې او ورځې پروګرام برخه ده چې د  حاجیانو او لمونځ کوونکو لپاره د سالم او خوندي چاپیریال د رامینځته کولو لپاره ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4286098  

captcha