ایکنانیوز د عراق رسمي خبري اژانس (واع) له قوله راپور راکړی، عباسي مقدس آستان د امامت نړیواله اوونۍ د «نبوت او امامت دوه نه بېلېدونکي ملګري دي» شعار او د « د امامانو وصیتونه، هدایت او پرهېزګاري» په عنوان سره د غدیر له نیکمرغه اختر سره په یو وخت ترسره کوي.
په دغې اوونۍ کې به علمي کنفرانسونه، فکري او کلتوري پروګرامونه او د خبرو اترو ناستې ترسره شي.
د دې اوونۍ فعالیتونه به د غبرګولې یا جوزا د میاشتې له ۲۴(خرداد) پیل شي او له ایران، مصر، یمن، لبنان، سعودي عربستان، الجزایر، کینیا، تونس، افغانستان، مراکش، سوریه، ناروې، کویت او عراق پشمول یو شمېر هېوادونه به پکې ګډون وکړي.
د امامت اوونۍ کنفرانسونه په دې ډول دي:
د امام علي (ع) کنفرانس د غبرګولې یا جوزا په ۲۵ورځ د نجف اشرف په الکفیل پوهنتون کې.
د امام حسن او امام حسین (علیهم السلام) کنفرانس دغبرګولې یا جوزا په ۲۶ ورځ د العمید پوهنتون په امام مجتبي (ع) تالار کې.
د امام سجاد (ع) کنفرانس د غبرګولې یا جوزا په ۲۷ ورځ د مقدس آستان په امام حسن (ع) تالار کې.
د امام باقر (ع) کنفرانس د همدې ورځې ماښام په همدې تالار کې.
د امام صادق او امام کاظم (علیهم السلام) کنفرانس د غبرګولې یا جوزا په۲۸ ورځ د امام حسن (ع) تالار کې.
د امام رضا (ع) کنفرانس د غبرګولې یا جوزا په ۲۹ ورځ د امام حسن (ع) تالار کې.
د امام جواد (ع) کنفرانس د همدې ورځې ماښام په همدې تالار کې.
د امام هادي او امام عسکري (علیهم السلام) کنفرانس د غبرګولې یا جوزا په۳۰ ورځ.
د امام حجت (عجل الله فرجه) کنفرانس د غبرګولې یا جوزا په۳۱ ورځ د امام حسن (ع) تالار کې.
په دې کنفرانسونو کې به له ۲۰۰ زیاتې علمي مقالې وڅېړل شي چې د اهلبیت (ع) د فکرونو په بیانولو باندې تمرکز لري.
عباسي مقدس آستان د امامت اوونۍ د ترسره کولو له لارې هڅه کوي د اهلبیت (ع) علوم سسټماټيک کړي، د اوسمهاله نړۍ د بحرانونو په وړاندې د هغوی سیرت روښانه کړي او د فکري شکونو او شبهاتو د له مینځه وړلو او انحرافي افکارو سره د مقابلې په برخه کې د هغوی د رول اغېزې څرګندې کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4286575