ایکنانیوز د الشرق الاوسط له قوله راپور راکړی، د ۱۰۳ کلونو عمر د دې مخه ونه نیوله، چې هغه د ۱.۶ میلیونو حاجیانو په مینځ کې د حج په مراسمو کې برخه واخلي. حاجي حامد عقبالدت، چې د اریټرېا اوسېدونکی دی، په جوش او ولولې سره د عرفات په غره ودريد او د منا په رمی جمرات مراسمو کې ئې برخه واخیسته. هغه د دنیا غبار له زړه پاک کړ او په هغو معنوي اړیکو ئې ځان ونښلؤ، چې د مقدسو ځایونو په لومړي قدم سره ئې په وجود کې راټوکېدلي وو.
حامد الشرق الاوسط ته وویل، چې یتیم زېږېدلی او هیڅکله ئې خپل پلار نه دی لیدلی، ځکه چې هغه د هغه له زېږېدو مخکې مړ شوی و. هغه زیاته کړه، چې له یوې پېړۍ زیاته موده ئې د اریټریا د آنسبا ولایت په مینځنئ سیمې کې د مالدارۍ او غواګانو د پلور په توګه کار کړی او هیڅکله ئې فکر نه کاوه، چې یوه ورځ به د حج په معنوي سفر بریالی شي.
هغه د خپل عمر له امله د سفر له سختۍ یا د مناسکو له ستونزو ونه وېرېد. د هغه تجربه دا ثابته کړه، چې که نیت خالص وي، هیڅ عمر د ارادې مخه نه شي نیولی.
هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار وکړ او وې ویل: «له ۱۰۰ کلونو وروسته، بالاخره د حج توفیق راته نصیب شو. دا رښتیا ده، چې زه د پښو او سترګو له دردونو کړېږم... خو کله چې مې مخ د زمزم په اوبو ومینځه، هر څه له مینځه ولاړل. په خدای قسم، اوس هیڅ درد نه احساسوم.»
https://iqna.ir/fa/news/4287150