د ایکنا د خبر له مخې، د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج مراسمو د پاي غونډه د یکشنبې په شپه د سعودي عربستان د حج او عمرې د چارو د وزیر توفیق بن فوزان الربیعه په کوربتوب، د مکې مکرمې په مرکزي ودانۍ کې د نړۍ د اسلامي هیوادونو د حج وزیرانو او مشرانو په شتون سره ترسره شوه.
په دغو مراسمو کې د سعودي چارواکو له خوا د روان کال د حج تمتع د ترسره کولو لپاره د د شوو پلانونو راپور وړاندې شو او د بېلابېلو اسلامي هیوادونو د ضیوفالرحمن د کمیتي او کیفیتي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د دوی د ارزونو پایلې تشریح شوې.
په دغومراسمو کې د لومړي ځل لپاره د ایران د حج او زیارتونو د چارو اداره د حاجیانو لپاره د غوره اجرایوي خدمتونو د وړاندې کولو په دلیل وستایل شوه او د "لبیتم" جایزه او د ستاینې میډال د سعودي عربستان د حج د چارو د وزیر لخوا د ایران د حج او زیارت د ادارې مشر علیرضا بیات ته ورکړل شو.
https://iqna.ir/fa/news/4287375