ایکنانیوز د واس له قوله راپور راکړی، د دغه نندارتون یو شمېر سټالونه د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت لخوا د حاجیانو لپاره شوي شوي بریښنائي پروګرامونه نندارې ته وړاندې کوي، چې په هغو کې د حج او عمرې درې اړخیزه تعلیمي اپلیکیشن اود بریښنائي یا ډيجیټلی کتابتون سټال شامل دي.
د مکې مکرمې د کتابتون په سټال یا غرفې کې د دغه کتابتون نادرې ډیجیټلي نسخې نندارې ته ایښودل شوي دي.
د نندارتون یوه بله غرفه یا سټال د ملک فهد د مصحف شریف د چاپ مجمع سټال دی چې د دغې مجمع لاسته راوړنې او آثار نندارې ته وړاندې کوي. دا مجمع د بیتالله الحرام حاجیانو ته د قرآن کریم یوه نسخه ډالۍ کوي.
دا نندارتون همدارنګه یوه غرفه لري چې د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت لخوا په داخل او بهر کې د علمي او تبلیغي پروګرامونو لپاره وقف شوې ده.
د واحاتو نندارتون، چې د حاجیانو او زیارتوالو له تود هرکلي سره مخ شوی، هره ورځ د سهار له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۹ بجو پورې پر لیدونکو خلاص دی.
https://iqna.ir/fa/news/4287382