IQNA

په پنځو براعظمونو کې د غدیر د نړیوالې اوونۍ پیل

10:58 - June 11, 2025
د خبر لمبر: 3491255
ایکنا -  په نجف اشرف کې د امام علي (ع) د حرم مطهر  مسئولانو وئيي دي ، چې د غدیر نیکمرغه اختر د لمانځنې لپاره نړیواله اوونۍ پیل شوې، چې په دې کې د پنځو براعظمونو له ۴۰ زیاتو هیوادونو څخه ګډون کوونکي برخه اخلي.

یکنانیوز د عراق  خبري اژانس  له قوله راپور راکوي، د امام علي (ع) د سپيڅلي حرم د د رسنیو د څانګې مشر حیدر رحیم وویل، د امام علي (ع) حرم مطهر د غدیر خم د لوي  او نیکمرغه اختر  د لمانځنې لپاره یوه نړیواله اوونۍ ترتیب کړې، چې په دې کې بېلابېلې پیښې او فعالیتونه شامل دي. نوموړي زیاته کړه، د دغې اوونۍ تر ټولو مهم خصوصیت د دیني پوهاوي لپاره د لمانځنې پراخ ګډون دی، چې په عراق، نجف او د نړۍ په کچه له ۷۰۰  زیات  بیرغونه پورته شوي دي.

هغه وویل، د غدیر بیرغ په پنځو براعظمونو کې له  ۴۰ زیاتو هیوادونو په شمول، اروپائي هیوادونو، د متحده ایالاتو په پنځو ایالتونو او په ایران کې له سلګونو بیرغونو سره د امام علي (ع) د حرم په همغږۍ، ملاتړ او مرسته پورته شوی دی.

د حرم د رسنیو مشر زیاته کړه، د غدیر نیکمرغه اختر لمانځنه به کلتوري، علمي او تخنیکي پیښې، د ماشومانو لپاره ځانګړې شوې پیښې، د خادمانو او غدیر په اړه سمینارونه او ناستې  او د قرآني فیسټیوالونو په شمول وي. نوموړي وویل، په دغې اوونۍ کې، چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې، له ۴۰ زیاتې پیښې به ترسره شي، چې په دې کې د یتیمو ماشومانو لپاره یو  لاریون هم شامل دی، چې له امام علي (ع) سره به بیعت کوي او د نجف له مقدس ښار څخه به ئې شمیر له زرو زیات وي.

رحیم ټینګار وکړ چې د غدیر نیکمرغه  اختر پورې اړوند تر ټولو لويه هنري ننداره به د لومړي ځل لپاره په نجف ولایت کې ترسره شي. دا ننداره به په ۱۰ زره مربع میتره ځمکه، په یوه هنري فضا کې ترسره شي او له ۵ زرو  زیات نندارچیان به په کې ځای شي. دا ننداره به یوه اوونۍ دوام وکړي.

هغه وویل، د امام علي (ع) حرم مطهر  ادارې  د نجف ولایت د کوڅو سینګار ول پیل کړی، چې د سینګار ساحه ئې له ۳۵ زرو مربع میترو زیاته ده او د نجف ولایت ټولې کوڅې او شاوخوا سیمې پوښل کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4287584   

captcha