IQNA

په سعودي عربستان کې حاجیانو ته له دوو میلیونو زیات قرآنونه ورکړل شوي

11:13 - June 11, 2025
د خبر لمبر: 3491256
ایکنا -  د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د بیت الله الحرام حاجیانو ته، چې خپلو هیوادونو ته د ستنیدو په حال کې دي، له دوو میلیونو زیات قرآنونه د  ډالۍ په توګه ورته  ځانګړي کړي دي.

یکنانیوز د  عربستان  خبري اژانس له قوله راپور  راکوي،، دغه وزارت ، د جون په  ۸   د تشریق د دویمې ورځې او د قربانۍ د لوي  اختر له لومړۍ ورځې وروسته، د هغو حاجیانو په مینځ کې د قرآنونو ویش پیل کړی چې د وچې، هوا او سمندر  له لارې خپلو هیوادونو ته ستنېږي.

د سږکال حج لپاره د ویش لپاره ټاکل شوي قرآنونه ۲ میلیون او او پنځه لکه یویشت زره  او  ۳۸۰ نسخې دي، چې د مدینې د «ملک فهد» د قرآن د چاپ او خپرولو مجمعې له خوا په بېلابېلو ژبو او اندازو چاپ شوي دي.

دا قرآنونه د سعودي عربستان د پاچا، ملک سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د حرمین شریفین د خادم په توګه د هغه له خوا هدیه دي او حاجیانو ته د ملک عبدالعزیز نړیوال هوائي ډګر، د جده اسلامي بندر او بېلابېلو وچې، سمندري او هوائي لارو له لارې ورکول کیږي.

د سعودي عرب چارواکو موخه دا ده چې د قرآن کریم او د خداي د کور میلمنو ته د هغه د ورکړې په توګه د تر ټولو ارزښتناکې ډالۍ په توګه د سعودي عربستان هڅې وښودل شي.

د تشریق ورځې د  قربانئ  له لوي اختر  وروسته درې ورځې، یعنې د ذی‌الحجې د میاشتې ۱۱ ، ۱۲  او ۱۳  ورځې دي. «تشریق» د اختر د لمانځه معنی لري او دا ورځې د  قربانئ د لوي اختر  په پیروۍ «د تشریق ورځې» بلل کیږي. په دغو شپو ورځو کې، مسلمانان ذکر، دعا، توبه او استغفار کوي او د حج تمتع او قربانۍ مراسم ترسره کوي.

    https://iqna.ir/fa/news/4287366  

captcha