ایکنانیوز راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د تیریګر اووحشي صهیونیسټي رژيم په سهار وختي جنایت پسې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي دایران لوی ملت ته یو پیغام صادر کړ چې متن په دې ډول دی.
بسمالله الرحمن الرحیم
د ایران لوي او قدرمن ملته!
خبیث صهیونیسټي رژیم نن سهار وختي ، خپل پلیت لاسونه یوځل بیا خپل پلیت او خونخوار لاسونه د مونږ د خواږه او محترم هیواد د ولس په ضد په یوه جنایت ککړ کړل او خپل خبیث ذات ئې د هستوګنې په مرکزونو باندې په ګوزار سره نوره هم رابرسیره کړ. دغه رژيم باید دیوې سختې سزا په تمه ووسي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوال ځواک قدرتمن لاسونه د دوي خونخوار او پلیت ګردن ته ورسیږي او هیڅکله به ئې بې ځوابه پرې نږدي، د خداي تعالی په اذن سره
صهیونیسټ رژيم په دغه جنایت سره ، څو قدرمن قوماندانان او ساینس پوهان شهیدان کړل .د قدرمنو شهیدانو جانشینان او دهغوی همکاران به بې له ځنډه پخپلو قدرتمنو لاسونو سره له دوي غچ واخلي ان شاالله.
وحشی او جنایتکار صهیونیسټي رژيم په دغه جنایت سره د ځان لپاره یو دردناک اوتریخ برخلیک وټاکه او داکلک او پښمانه کونکی ځواب به ترلاسه کړي.
سید علی خامنه اي
۲۳/۰۳/۱۴۰۴
https://iqna.ir/fa/news/4288154