د پاکستان د قومي اسمبلۍ په غونډې کې، چې د سپیکر ایاز صادق په مشرۍ ترسره شوه، دپاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په خپلې وینا کې وویل ،اوسمهال د ایران او اسرائیلو ترمینځ جګړه روانه ده. اسرائیلو پر ایران ناروا او وحشی ډوله برید وکړ، د ایران پوځي تاسیسات قوماندانان او ساینس پوهان ئې په نښه کړل . په دې ټول وضعیت کې اسرائیل یوازې نه دی او تر شا ئې ستره دسیسه ده. ټول اسلامي هېوادونه دې یو موټی شي او د اسرائیلو پر وړاندې دې مقابله وکړي
هغه زیاته کړه چې ایران زمونږ ګاونډی هېواد دی، چې له پیړیو راهیسې ورسره اړیکې لرو، له ایران سره تاریخي تړاو لرو. د ازمېښت په دې شیبو کې مونږ په هر ډول له ایران سره یو، د ایران د ګټو حفاظت به کوو. ایرانیان زمونږ وروڼه دي، د دوي غم، درد او خپګان زمونږ ګډ دی. اسرائیلو یمن، ایران او فلسطین په نښه کړي دي. د اسلامي نړۍ یووالی اړین دی. که اوس د مسلمانانو نړۍ یو موټی نه شوه او مونږ چوپ پاتې شو، نو سبا به د پاکستان او بیا به د ټولو وار راشي.
هغه وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان (او آي سي) غونډه دې راوبلل شي، ټول اسلامي هېوادونه دې یو موټی شي او د اسرائیلو پر وړاندې دې مقابله وکړي. اوس د اسرائیلو پر ضد په نړۍ کې پیاوړی غږ پورته شوی دی. د لوېدیځې نړۍ غیرمسلمان وګړي د اسرائیلو پر ضد احتجاجونه کوي، د غیرمسلمانانو ضمیرونه راویښ شوي، خوله بده مرغه مسلمانان هماغه راز د غفلت په خوب ویده دي.
https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/889304_1