IQNA

د کربلا قران نړیوالو سیالیو نتیجې؛ایران لومړی او دوهم ځائيګی خپل کړ

10:52 - June 20, 2025
د خبر لمبر: 3491294
ایکنا – د کربلا د جایزې  قرآن نړیوالو سیالیو څلورم پړاؤ نتیجې اعلان شوې او د  ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې  دایران دا سلامی جمهوریت دوو نمایندګانو لومړی او دوهم مقام خپل کړ.

ایکنانیوز راپور راکوي، د کربلا د جایزې د قرآن دنړیوالو سیالیو څلورم پړاؤ د غبرګولې په اته ویشتمه نیټه د پایزو دستورو په ترسره کیدا او دغه راز  د برلاسه کسانو په نازولو سره پاي ته ورسیدې.

ددغو سیالیو په نهائي مرحلې کې د ټول قرآن کریم د حفظ او د تحقیق  د قرائت په څانګو کې د ایران پنځو کسانو شتون درلود. په نهایت کې  او د سیالیو له ترسره کیدا وروسته د ټول قرآن کریم  د حفظ په څانګې کې  شجاع زویدات او رضا نژادتبریزي  په ترتیب سره لومړی او دوه م مقام وګاټه.

 د دغو سیالیو  د ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې لومړی مقام ګټونکی شجاع زویدات ایکنانیوز  ته په خبرو کې ووئيل؛ ددغو سیالیو بلنه، چې د ؛ جائزة الکربلا الدولیه الرابعه لتلاوت القرآن الکریم و الحفظ و التفسیر» په عنوان سره ترسره شوې ،له څو میاشتې مخکې څخه  په انټرنیټي فضا کې د قرآن کریم د قاریانو اوحافظانو په اختیار کې ورکړل شوې وه.

 هغه په دغو خبروکې  دې ته په اشارې سره چې  دغه سیالۍ  په تیرو درو پړاؤنو کې د عتبات مقدسه  د قرآن  سیالیو په عنوان سره پيژندل کیږي ، زیاته کړه ، په څلورم پړاؤ کې سیاستونه بدل  شول او سیالۍ  په نړیواله سویه او  په آزاده بڼه ترسره شوې ، نو ځکه  د قاریانو او حافظانو لپاره  هیڅ محدودیّت ئې نه درلود او  له هر هیواده  هرڅومره  ګډون کونکو  په دغې پیښې کې  ګډون درلودلی شو.

زویدات روښانه کړې ده ، په بلنې کې په پيل کې  له ګډون کونکو غوښتل شوي وو، خپل درې دقیقه اي تلاوت دې  سیکرټریټ ته ولیږدوي.  په دوام کې او  دتلاؤتونو له ارزونې  او سپړنې وروسته په دوهمې مرحلې کې د ګډون لپاره برلاسه کسان چې  په انټرنیټي بڼه او آنلاین  ترسره شوې ، معرفي شول.

هغه په پاي کې ووئيل د دغو سیالیو یوه بله څانګه د تفسیر څانګه وه چې په لومړي ځل دغو سیالیو ته ورزیاته شوې او  دهغو سیالۍ  په کتبي او شفاهي بڼه ترسره شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4289544

captcha