ایکنانیوز راپور راکړ، د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر یوه مسئول محمد البخیتي له الجزیره ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ټینګار وکړ؛ له امریکا سره زمونږ تړون او موافقه د دغه هېواد له خوا پر ایران له تېري مخکې وه او مونږ وئيلي وو چې که امریکا پر ایران کومه پوځي حمله وکړي ،نو مونږ به غلي کیښې نه نو او د امریکا پر کشتیو به بریدونه وکړو.
هغه زیاته کړه؛ اوس مونږ د خپلو ایرانینو خویندو وروڼو تر څنګ د امریکا او صهیونیستي رژیم پر وړاندې کلک ولاړ یو.
البخیتي روښانه کړه زمونږ پوځي ځواب په لاره دی او په لومړي پړاو کې به په سره سمندرګي کې امریکائي ځواکونه په نښه کړو.
هغه دا هم وویل مونږ به د جګړې ساحه پراخه کړو څو دا تېری ودرول شي.
د امریکا ولسمشر په خپل شخصي تریټ سوشال اپلیکیشن پاڼې کې په یوه پوسټ کې د امریکائي ځواکونو لخوا د ایران د ایټمي تاسیساتو پر حریم د تېري خبر ورکړی دی.
ټرمپ په دغه پوسټ کې لیکلي: مونږ د ایران پر درو اټومي سایټونو، یعنی په فردو، نطنز او اصفهان، باندې خپل خورا بریالی برید بشپړ کړ. اوس ټولې الوتکې د ایران له هوائي حریم څخه بهر دي.
هغه د دې جنایت په اړه لیکلي: په اصلي سایټ، فردو، باندې د بمونو بشپړه جوپه غورځول شوې. ټولې الوتکې په خوندي توګه بیرته ستنې شوي دي . اوس د سولې وخت دی.
البته ټرمپ اوس دا هیره کړې ده چې د ایران شجاع او میړنی ملت به د نتنیاهو په شان دی هم پخپلو کړنو پښمانه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4290007