ایکنانیوز رااپور راکوي،د محرم الحرام د میاشتې د زیاتو روحاني برکتونو د ترلاسه کولو لپاره ګڼ مستحبي اعمال ذکر شوي دي چې پر هغو عمل کول د مسلمانانو روحاني فیض او برکتونهزیاتوي.
لمونځ:
د محرم الحرم د میاشتې په لومړۍ شپه څو نمونې لمونځونه دي چې یو له هغو څخه دوه رکعته لمونځ دی. په هر رکعت کې د حمد سورې وروسته ۱۱ ځله توحید سوره لوستل کیږي. د دې لمانځه په فضیلت کې راغلي چې: د دې لمانځه ادا کول او د دې ورځې روژه ساتل امنیت راولي، او څوک چې دا عمل وکړي، داسې دی لکه ټول کال ئې نیک کارونه کړی وي.
د محرم د لومړۍ شپې احیا او دعا او لمنځ کول هم د دغې شپې مستحب اعمال دي.
د محرم د لومړۍ ورځې اعمال
د محرم لومړۍ ورځ هر کال د قمري کال لومړۍ ورځ وي. له امام محمد باقر (ع) څخه روایت دی: څوک چې په دې ورځ روژه ونیسي، خدای به د هغه دعا قبوله کړي، لکه څنګه یې چې د حضرت زکریا (ع) دعا قبوله کړه. همدارنګه د دغې ورځې لپاره یو دوه رکعته لمونځ سفارش شوی دی چې وروسته له هغه باید درې ځله دا دعا ولولي:
«اللّهم انت الاله القدیم و هذه سنهٌ جدیدهٌ فاسئلک فیها العصمه من الشیطان و القوَّه علی هذه النّفس الامّاره بالسُّوء»
ژباړه: «اې خدایه! ته قدیم او جاویدانه خداى یې، او دا نوی کال دی، له تا غواړم چې په دې کال کې مې له شیطان څخه وساتې او پر نفس اماره (چې بدۍ ته لارښوونه کوي) بریالي کړې.»
د محرم د درېیمې او اوومې ورځې اعمال
د محرم د درېیمې ورځې لپاره له رسول الله (ص) څخه نقل شوي چې څوک په دې ورځ روژه ونیسي، خدای به د هغه دعا قبوله کړي. همدارنګه د محرم په اوومه ورځ روژه نیول هم مستحب دي.
د عاشورا شپې اعمال
د عاشورا شپې په اعمالو کې څو لمونځونه شامل دي، چې یو له هغو دا دی: څلور رکعته لمونځ چې په هر رکعت کې له حمد سورې وروسته ۵۰ ځله توحید سوره لوستل کیږي. د لمانځه له پای ته رسېدو وروسته ۷۰ ځله دا ذکر ویل کیږي:
«سبحان الله والحمدالله و لا اله الاّ الله و الله اکبر ولا حول ولا قوه الاّ بالله العلیّ العظیم»
د دې شپې احیا، په ځانګړې توګه د امام حسین (ع) د قبر ترڅنګ، او دعا او لمنځ کول هم مستحب دي.
د عاشورا ورځې اعمال
د عاشورا ورځې اعمالو کې د هر کار پریښودل او د امام حسین (ع) او د کربلا د شهیدانو لپاره عزاداري کول تر ټولو مهم او د هر انسان لپاره مناسب عمل دی. له امام رضا (ع) څخه نقل شوي چې څوک په دې ورځ کار او هڅې پرېږدي، خدای به د هغه غوښتنې پوره کړي، او څوک چې دا ورځ په غم او خپګان تېره کړي، خدای به د قیامت ورځ د هغه د خوشحالۍ ورځ وګرځوي.
د امام حسین (ع) زیارت کول هم ډېر توصیه شوی دی. په دې ورځ روژه نیولل مکروه دی؛ خو غوره دا ده چې پرته له دې چې د روژې نیت وشي، تر مازدیګر لمانځه پورې له خوړلو او څښلو ډډه وشي. د امام حسین (ع) زائرانو ته اوبه ورکول، د توحید سورې زر ځله لوستل، د زیارت عاشورا لوستل او زر ځله د «اللّهم العن قتله الحسین(ع)» ذکر ویل نور د دې ورځې اعمال دي.
د محرم د ۲۱مې ورځې روژه نیول هم مستحب دي.
د محرم ۲۱مه ورځ
په دې ورځ روژه نیول هم ډير ثواب لري.
https://iqna.ir/fa/news/4290976