ایکنانیوزد المسیره په حواله راپور راکړی، د یمن د انصارالله غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي وویل: ایران ته د اسرائیلي تیریګر، ظالم او جنایتکار دښمن په وړاندې د لویې بریا په مناسبت مبارکي ورکوو. مونږ اسلامي امت ته د ایران د لویې بریا په اړه مبارکي وایو. دا بریا د ټولې اسلامي نړۍ په ګټه وه.
هغه زیاته کړه: هغه ماتې چې اسرائیلي دښمن او د هغه جنایتکارو شریکانو، په سر کې ئې امريکا، بریتانیا، جرمني او فرانسې وخوړله، د ټول اسلامي امت لپاره د بریا په معنا ده.
د انصارالله مشر وویل: لسګونه کاله کیږي چې اسلامي امت په هغو کړکیچونو کې ښکېل دی چې دښمنانو ئې چمتو کړي دي. له بده مرغه، مسلمانان د هغو امتونو په ډلې کې دي چې ډېر وخت ضایع کوي، په داسې حال کې چې قرآن کریم د وخت د ارزښت په اړه ټینګار کړی دی. دا ډېره د افسوس خبره ده چې ډېری مسلمانان هجري قمری کال هیندارې یا تقویم ته پام نه کوي، حال دا چې دا د اسلامي امت د هویت څرګندونه کوي.
هغه زیاته کړه: د نبوي هجرت له درسونو څخه یو دا دی چې د خدای لاس تر ټولو لوړ دی او د الله په تمسک سره، امت کولای شي پر ننګونو او خطرونو برلاسی شي. له خدای څخه غفلت د دښمنانو لخوا پر اسلامي امت د تسلط لامل کیږي.
هغه وویل: د صهیونیستي دښمن د ایران پر ضد د برید لپاره د چمتووالي کچه، د امريکائي ملاتړ په چوکاټ کې، ډېره پراخه وه او د یوه کال یا ډېر وخت لپاره ئې دوام درلود.
الحوثي روښانه کړه: صهیونیستي دښمن د ایران پر ضد د تېري لپاره په لوړه کچه پلان جوړ کړی وو.
د انصارالله مشر وویل: د نورو هېوادونو په پرتله، اسرائیلي رژيم د ایران پر ضد د تېري په اړه د پاکستان دریځ پرمختللی او هوښیار وو.
هغه زیاته کړه: د ترکیې دریځ هم روښانه، صریح او د دښمن د موخو او پلانونو او د هغوی د اصلي لالچ په اړه هوښیار وو.
الحوثي وویل: د صهیونیستي دښمن ماتې، د هغه او د امريکا او د هغه د لوېدیځي ملاتړو لپاره ماتې وه.
هغه ټینګار وکړ: هغه څه چې کافر ټرمپ د "بې قید و شرطه تسلیمۍ" په اړه وویل، د دښمن د موخو لوړه کچه ښيي. د دښمن د تېري موخه د ایران بشپړه او بې قید و شرطه تسلیميدا وه، خو په پایلې کې، پرته له دې چې هیڅ یوه ئې ترلاسه کړي، تېري ئې په بشپړه توګه ودرول .
الحوثي زیاته کړه: د صهیونیستي دښمن پوځي ماتې په بشپړه توګه روښانه ده، ځکه چې په ایران کې یې د ویجاړونکو موخو په ترلاسه کولو کې ناکام شو. صهیونیستي دښمن د ایران د توغندیو په وړاندې له ځان دفاع ونه کړی شوه او درانه زیانونه ئې وزغمل.
هغه وویل: د ایران پرله پسې توغندي څپې د صهیونیستي دښمن لپاره په یوه لوئېئ خپسکې کابوس بدلې شوې او د هغوی لپاره ئې بیړنئ وضعیت رامینځته کړ.
الحوثي ټینګار وکړ: صهیونیستي یهودیان د ایران پر ضد د تېري په اوږدو کې د بې ساري وېرې او وحشت په حالت کې وو او په پناه ځایونو کې پټ شوي وو.
هغه زیاته کړه: صهیونیستي یهودانو هغه شرایط تجربه کړل چې د فلسطین خلکو په غزې کې د بمباریو او ویجاړیوپه سیوري کې درلودل.
الحوثي وویل: د صهیونیستي رژیم ماتې لویه وه، او ایران د خپل مشرتابه، سپاہ پاسداران، اسلامي نظام او خلکو سره بریالی شو. د ایران اسلامي جمهوریت بریا د ټولو مسلمانانو، عربو او د فلسطین د آرمان لپاره بریا ده.
د یمن مقاومتي مشر زیاته کړه: په ایران کې د اسلامي نظام سقوط یا د هغه تسلیميدا او واداره کول ناممکن او له لاسرسي لرې دي. که د ایران پر ضد د تېري موخې ترلاسه شوې وای، د ټولې سیمې پراخه اغېزه به ئې درلوده.
هغه وویل: د ایران پر ضد د تېري اصلي عنوان "د مینځني ختیځ بدلون" وو؛ او د دې معنا د نورو دولتونو او هېوادونو پر لور حرکت دی.
هغه زیاته کړه: د اسلامي ملګرتیاموسیسې یوازې د غندنې د یوې بیانیې په صادرولو بسنه وکړه؛ هغه څه چې دې سازمان ته کم دي، "همکاري" ده.
الحوثي وویل: هغه څه چې زموږ امت ته کم دي، ریښتینې همکاري ده، که د فلسطین د خلکو په اړه وي او که د لویو ګډو مسلو په اړه. د انصارالله مشر ټینګار وکړ: دا د خدای د لویو نعمتونو او د الهي مرستې له نښو څخه دی چې صهیونیستي دښمن د ټول ځواک، تېري او لوېدیځو او امريکايي ملاتړو سره ماتې وخوړله.
https://iqna.ir/fa/news/4291038