ایکنانیوز د انګلستان د اسلامی مرکز له قوله راپور راکوي، په لندن کې په اسلامی مرکز کې د کربلا دشهیدانو د سید او سالار حضرت امام حسین علیه السلام دعزادارۍ دستورې د چنګاښ د میاشتې له پنځمې نیټې په لندن کې دیره د مختلفو ملیّتونو څخه د شیعیانو په شتون سره سږکال د تیرو کلونو په نسبت په یوې خاصې ولولې او پرتمن سره پیل شوي دي.
د انګلستان د اسلامی مرکز امام حجةالاسلام سید هاشم موسوي ددغه مرکز د فارسئ په دستورو کې چې د ایرانیو ځوانانو او دن ورو فارسي ژبو هیوادونو د ښآریزو په ولولناک شتون سره ترسره شوې ، دمحرم په لومړۍ شپه ، دکربلا د حماسې په تشریح کولو سره ئې د حسینی عاشورا پر مصایبو ویر او ژړا ، داسلام د بقاء ضامن وبلله او وې وئيل؛ د عاشورا د واقعې ژوندي ساتل داهل بیت علیهم السلام یوه مؤکده سپارښتنه او د شیعیانو یوه ترټولو مهمه دینی دنده ده.
د پیغمبر اکرم (ـص) په قوله سره ، د کربلا ټاټوبی یو پاک حریم وباله او زیاته ئې کړه ، کربلا د مځکې پرمخ ترټولو پاکه بقعه او د احترام له پلوه ترټولو محترمه بقعه ده او بې شکه کربلا د بهشت یوه لاره او دروازه ده.
حجةالاسلام موسوي د اباعبدالله الحسین علیه السلام د عزادارۍ د دستورو په دوهمه شپه هم د کربلا د حماسې پنځونکی د شهیدانو سید او سالار او د هغه وفادار و ملګرو عزاداري د بصیرت دعمر سرښیندونکي برخه وبلله او زیاته ئې کړه، دعاشورا واقعه د حق اوباطل ترمینځ د جنګ ډګر او د شیعیانو د تاریخ د اوج ټکی دی او همیشه د بشریّت لپاره دتفکر او الهام سرچینه ده ، چې د هدایت د ستوري په توګه د امام حسین علیه السلام د شخصیّت د مختلفو اړخونو مطالعه ، د فتنو او سختیو په زمانې کې د بشپړ انسان جوړونې او دیندارئ بیلګو ته د رسیدا لپاره یوه لاره ده.
د انګلستان په اسلامی مرکز کې سږکال د محرم الحرام د عزادارۍ په دستورو کې پر فارسی ژبې سربیره په اردو ،انګریزي او عربي ژبو سره د عزادارۍ درې خپلواکه اوځانته او په مختلفو هالونو کې پروګرامونه ترسره کیږي.
په هر یوه پروګرام کې له وینا وروسته د اهل بیت علیهم السلام مداحان او ذاکران د د کربلا د شهیدانو د سید اوسالار په غم کې مرثیې او ماتم کوي.
ایکنانیوز د دغو دستورو یو ویډیوئي فیلم برابر کړی چې په لندن کې د حسینی عزادارو یوه دسته پکې عزاداري کوي او ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4291743