د ایکنا د راپور له مخې، د الفرات نیوز په حواله، د عراق د فرهنگ، سیاحت او لرغونو آثارو وزارت به سږ کال د کربلا د اسلامي نړۍ د سیاحتي پلازمینې په توګه د نوماندۍ دوسیه بشپړه کړي.
ناصر غانم مراد، د عراق د سیاحت ادارې رئیس وویل چې د فرهنگ، سیاحت او لرغونو آثارو وزارت د کربلا د اسلامي نړۍ د سیاحتي پلازمینې په توګه د نوماندۍ دوسیه چمتو کوي.
هغه زیاته کړه چې د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني په امر یوه عالي کمېټه جوړه شوې ده چې د فرهنگ وزیر په مشرۍ او د لومړي وزیر د سلاکار عمر العلوي په نظارت، د سیاحت، پلټنې او تعقیب او د کربلا د سیاحت ادارې د عمومي مدیرانو په ګډون فعالیت کوي.
مراد وویل چې دا کمېټه به د دوو ورځو لپاره کربلای معلی ته سفر وکړي ترڅو د کربلا له والي سره د یادې دوسیې په اړه د اړوندو اقداماتو په اړه هوکړې ته ورسیږي.
هغه روښانه کړه چې تېر کال د اربعین حسینی زائرینو شمېر شاوخوا ۲۰ میلیونو ته ورسېد او په کربلا کې د دیني سیاحت سکتور په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ پرمختګ او وده کړې ده.
د عراق د سیاحت ادارې رئیس د اربعین زیارت لپاره د والي لخوا د چمتووالي په اړه وویل چې د کربلا او نجف ترمنځ د زائرینو د لېږد لپاره یوه پایانه جوړه شوې او د چاپېریال د پاکوالي لپاره د شنو سیمو د پاملرنې، د ګلانو، ونو کښېنولو او د ککړتیا د کمولو په موخه یوه پراخه کمپاین پیل شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4291993