ایکنانیوز راپور راکړ،د پاکستان د مشرانو جرګې غړي او د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر سناتور علامه راجا ناصر عباس جعفري، په اسلامآباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې په وروستیو کې د امریکا د ولسمشرټرمپ ، او د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو،، د بې بنسټه او بې ادبه څرګندونو په غبرګون کې وویل: « احمق ټرمپ، زمونږ رهبر او د تقلید مرجع ، آیتالله العظمی سید علي خامنهای د ترور له ګواښ سره مخ کړی، لکه څوک چې د واټیکان د پاپ د وژلو ګواښ وکړي. دا خالص لیونتوب او د میلیونونو مسلمانانو د احساساتو ښکاره لمسؤل دی.»
سناتور راجه ناصر عباس جعفري زیاته کړه: «آیتالله العظمی خامنهای نه یوازې زمونږ دیني مرجع، بلکې زمونږ سیاسي رهبر هم دی، ځکه مونږ د دین او سیاست په جلا کولو باور نه لرو. د هغه پر ضد هر ډول تیری او ګواښ زمونږ د عقیدې، کرامت او امت پر ضد تیری دی.»
هغه ټینګار وکړ: «پر ایران برید یوازې داخلي موضوع نه ده، بلکې د اسلامي نړۍ له ختیځه رانیولې تر لوېدیځه پورې د عمومي پاڅون پیل دی. مونږ په پاکستان کې نندارچیان نه پاتې کېږو. ټرمپ او نتانیاهو باید پوهه شي چې که دوی د خپل ګواښ د عملي کولو جرئت او حماقت وکړي،نو په پاکستان کې به هیڅ امریکائی په امان کې نه وي. مونږ به د پاکستان خاوره د هر امریکائی لپاره تنګه کړو.»
هغه په پای کې وویل: «دا خبرداری د پاکستان د میلیونونو ازادو انسانانو په استازیتوب اعلانوم چې زمونږ رهبر زموږ سره کرښه ده او د هغه پر ضد تیری او ګواښ به داسې اور بل کړي چې هیڅوک به ئې د خاموشولو توان ونه لري.»
https://iqna.ir/fa/news/4292073