ایکنانیوز د حرم مطهر د رسمي ویبسایټ له قوله راپور راکړی، د یَخَولو د سسټم مسئول، انجینر صفاء علي حسین، وویل چې دا طرحه د حرم مطهر په صحن کې د مرکزي پرمختللو یخولو سیستمونو په کارولو سره د زائرینو لپاره یو صحي او مناسب چاپېریال چمتو کوي. دا طرحه د ۹۰۰۰ ټنو په ظرفیت د یخولو سیستمونو د نصبولو په موخه ده، چې په ځانګړې توګه د زائرینو د ننوتلو او وتلو په لارو تمرکز لري.د حرم داخلي تودوخه د ۲۴ څخه تر ۲۶ درجو سانتیګراد پورې تنظیم کیږي څو د داخلي او بهرني تودوخې د توپیر له امله د ناروغیو مخه ونیول شي. همدارنګه، یو پرمختللی سیستم د مثبت او منفي پریشر د کنټرول لپاره پیل شوی دی چې د ککړې هوا په ایستلو او د تنفسي ناروغیو د عواملو په کمولو کې مرسته کوي. دا سیستم په بشپړه توګه د عراقي کارپوهانو لخوا اداره او څارل کیږي.د امام حسین (ع) آستان مقدس د محرم الحرام په میاشت کې د میلیونونو زائرینو لپاره د یو صحي او خوندي چاپېریال د چمتو کولو په موخه د یوځای شوو انجینرۍ هڅو ته ژمن دی
https://iqna.ir/fa/news/4292394