IQNA

قرآن او امام حسين (ع) - 4

د امام حسين (ع) رجعت، د انبياوو او مومنانو په اړه د الهي نصرت دوام

10:30 - July 09, 2025
د خبر لمبر: 3491378
ایکنا - «په حقيقت کې، مونږ خپل استازي او هغه کسان چې ايمان ئې راوړی، په دنيوي ژوند کې او هغه ورځ چې شاهدان راپاڅي، خوامخوا مرسته کوو؛ [هغه] ورځ چې ظالمانو ته ئې بخښنه نه ګټي او د دوی لپاره لعنت دی او د دوی لپاره د هغه کور بد انجام دی.»په قرآن کې د انبياوو او مومنانو په اړه د الهي نصرت په اړه ډېرې خبرې شوې، او مونږ يې يوه برخه راوړو ،څو يو مصداق وي:

ایکنا نیوز- د انبياوو او مومنانو په اړه الهي نصرت په بېلابېلو بڼو څرګندېږي، او ځکه چې امام حسين (ع) په کربلا کې په مظلومانه توګه شهيد شو، د هغه الهي نصرت په دنيا کې د هغه د رجعت له لارې دوام مومي.امام حسين (ع) د عاشورا په ورځ خپلو وروستيو خطبو کې وفرمايل: زه به لومړی کس وم چې ځمکه به ورته  څيرې  او  وشکېدل شي او راوبه راپاڅم،  داسې  پاڅيدل چې د اميرالمومنين (ع) د راوتلو، زمونږ د قائم (عج) د قيام او د رسول الله (ص) له ژوند سره سم وي.امام صادق (ع) وفرمايل: لومړی کس چې قبر ورته څیرې  شي او له سر ئې خاورې ليرې کړي، حسين ابن علي (ع) دی، چې له پنځه اويا زرو کسانو سره به راپاڅي. بيا ئې دغو دوو  آيتونو ته اشاره وکړه:

«إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنا وَ الَّذِینَ آمَنُوا فِی الْحَیاةِ الدُّنْیا وَ یَوْمَ یَقُومُ الْأَشْهادُ * یَوْمَ لا یَنْفَعُ الظَّالِمِینَ مَعْذِرَتُهُمْ وَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَ لَهُمْ سُوءُ الدَّارِ»

«په حقيقت کې، مونږ خپل استازي او هغه کسان چې ايمان ئې راوړی، په دنيوي ژوند کې او هغه ورځ چې شاهدان راپاڅي، خوامخوا مرسته کوو؛ [هغه] ورځ چې ظالمانو ته ئې بخښنه نه ګټي او د دوی لپاره لعنت دی او د دوی لپاره د هغه کور بد انجام دی.»په قرآن کې د انبياوو او مومنانو په اړه د الهي نصرت په اړه ډېرې خبرې شوې، او مونږ يې يوه برخه راوړو ،څو يو مصداق وي:

•                      د حضرت نوح (ع) نصرت: «فَنَجَّيْناهُ وَ مَنْ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ» مونږ هغه او هغه کسان چې له هغه سره په کشتۍ کې وو، وژغورل.

•                      د حضرت ابراهيم (ع) نصرت: «يا نارُ كُونِي بَرْداً وَ سَلاماً»؛  ائ اور! پر ابراهيم سوړ  او خوندي شه.

•                      د حضرت لوط (ع) نصرت: «إِذْ نَجَّيْناهُ وَ أَهْلَهُ أَجْمَعِينَ» مونږ هغه او د هغه کورنۍ (پرته له مېرمنې) وژغورل.

•                      د حضرت يوسف (ع) نصرت: «وَ كَذلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْها حَيْثُ يَشاءُ» او مونږ يوسف ته په ځمکه کې  داسې اقتدار ورکړ چې هر چرته  ئې غوښتل، هلته به ئې ځای نيوه.

•                      د شعيب (ع) نصرت: «نَجَّيْنا شُعَيْباً وَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ» مونږ شعيب او هغه مومنان چې له هغه سره وو، وژغورل.

•                      د صالح (ع) نصرت: «نَجَّيْنا صالِحاً وَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ» مونږ صالح او هغه مومنان چې له هغه سره وو، وژغورل.

•                      د هود (ع) نصرت: «نَجَّيْنا هُوداً وَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ» مونږ هود او هغه مومنان چې له هغه سره وو، وژغورل.

•                      د يونس (ع) نصرت: «وَ نَجَّيْناهُ مِنَ الْغَمِّ» مونږ يونس له غمه وژغورلو.

•                      د موسى (ع) نصرت: «وَ أَنْجَيْنا مُوسى‌ وَ مَنْ مَعَهُ أَجْمَعِينَ» مونږ موسى او هغه کسان چې له هغه سره وو، وژغورل.

•                      د عيسى (ع) نصرت: «إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَ رافِعُكَ إِلَيَّ» زه به تا واخلم او خپلې وخوا ته به دې  پورته کړم.

•                      د رسول اکرم (ص) نصرت: «إِنَّا فَتَحْنا لَكَ فَتْحاً مُبِيناً» مونږ  د تا لپاره يوه څرګنده بريا پرانيستله.

•                      د مومنانو نصرت: «وَ لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَ أَنْتُمْ أَذِلَّةٌ» الله تاسو سره  په بدر جګړې کې مرسته وکړه، حال دا چې تاسو ذليل وئ.

https://iqna.ir/en/news/3493713

captcha