د ایکنا د راپور له مخې، چې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له پاڼې اخیستل شوی راغلي دي ، د سې شنبې په ماښام (د چنګاښ ۱۷مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، ، د سعودي عربستان له وليعهد او د وزیرانو د هيئت له مشر محمد بن سلمان سره په جده کې وکتل او خبرې ئې ورسره وکړې.په دغې کتنې کې د دوه اړخيزو اړیکو او ملګرتیاؤ پرمختګ وڅېړل شو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت پر ژمنتیا ټینګار وکړ او وې ویل، چې ایران د دواړو ولسونو د ګټو او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ، په اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري برخو کې د اړیکو پراخولو لپاره چمتو دی.د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ایران پر وړاندې د شويو تیریو د غندنې په اړه د سعودي عربستان له مسئولانه دریځه مننه وکړه او د صهيونيسټي رژیم او امریکا له خوا د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو وروسته د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت لیدلوری تشریح کړ. هغه ټینګار وکړ: د صهيونيستي رژیم او امریکا پوځي تیري چې په ښکاره توګه د ملګرو ملتو د منشور، نړیوالو قوانینو او د اټومي وسلو د خپریدو د مخنیوي اصولو اوقواعدو سره په ټکر کې دی، د ټولې لوېدیځې آسیا د امنیت او ثبات لپاره بېساري خطر رامینځته کړی دی. د سیمې د هېوادونو یو موټی او قاطع دریځ د دغو تیریو پر وړاندې د سیمهییزې اجماع نښه ده، چې د صهيونيستي اپارتاید رژیم د پراختیا غوښتنې او جګړه رامینځة کونکو کړنو پر وړاندې د ګډې مبارزې اړتیا په ګوته کوي.د سعودي عربستان وليعهد د دواړو لویو اسلامي هېوادونو ترمنځ د تفاهم او ملګرتیا د ودې له بهیره خوښي څرګنده کړه او ټینګار ئې وکړ، چې د سعودي عربستان مشري د دې لارې د دوام او په ټولو برخو کې د اړیکو پراختیا لپاره ژمنه ده.د سعودي وليعهد د ایران د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت پر وړاندې د پوځي تیریو د غندنې په اړه ټینګار وکړ او وې ویل، چې د سیمې د امنیت او ثبات ساتنې د سیمې د هېوادونو د ملګرتیا او تفاهم پورې تړلې ده. هغه زیاته کړه، چې سعودي عربستان به د ناامنۍ د زیاتېدو د مخنیوي او د مسایلو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ د وسایلو د کارولو لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه کار واخلي او په دې برخه کې د هر ډول مرستې لپاره چمتو دی
https://iqna.ir/fa/news/4293404/