د قرآن عالي شورا د تعليم، څېړنې او اړيکو مرستيال محمد تقي میرزاجاني،د ایکنا خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې د صهيونيستي رژیم له خوا په ایراني حریم باندې د وحشیانه برید په اړه وویل: دا برید د ایران د وسلهوالو ځواکونو له زړورې مقابلې سره مخ شو او دښمن ته ئې سخت ګوزار ورکړل شو. له بده مرغه، په دغې تپونکې او ناعادلانه جګړې کې یو شمېر پوځي قوماندانان، اټومي ساینسپوهان او ګڼ شمېر عام خلک شهيدان شول.نوموړي د قرآني ټولنې له خوا د دغې موضوع په اړه جوړو شویو پروګرامونو ته اشاره وکړه او زیاته ئې کړه: یو له هغو پروګرامونو څخه، چې قرآني ټولنې په اوسنيو شرایطو کې ترتیب کړی، د ۱۱۴ صهيونيستي ضده قرآني محفلونو ترسره کول دي، چې د «سوي فتح» (د فتح په لور) په عنوان سره د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۹مه، په ټول هېواد کې جوړیږي.میرزاجاني ټینګار وکړ: د دې محافلو د پراخوالي له امله، چې په بېلابېلو ولایتونو او ښارونو کې ترسره کېږي، هیلهمن یو، چې د قرآني ټولنې او قرآنمينو عامو خلکو په یو موټي ګډون سره، په ټول هېواد کې د قرآني محفلونو یو عالي او هیلېبښونکی ننداره ووینو.د قرآن عالي شورا د تعليم، څېړنې او اړيکو مرستيال وویل: انشاءالله د تهران ښار قرآني محفل د پنجشنبې په ورځ، د سهار له ۹ بجو تر ۱۰ بجو پورې د بهشت زهرا (س) په هدیرې کې، د ۵۰مې قطعې په برخه کې او د سردار شهيد اميرعلي حاجيزاده پر مقبره ترسره شي.هغه د تهران ښار د قرآني محفل د نورو جزئياتو په اړه وویل: په دې قرآني محفل کې به دوه استادان او ممتاز قاريان د کلامالله مجيد آیاتونه تلاوت کړي او یو دعاخوان به د صحیفه سجادیه څوارلسمه دعا تلاوت کړي. د حماسي سرودونو اجرا او د یو مخکښ قرآني شخصیت له خوا د بیانیې قرائت د دغو مراسمو نورې برخې دي. دا پروګرام به د قرآن او معارف چینل او د قرآن راډیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.میرزاجاني وویل: د پروګرامونو په دوام کې پلان شوی، چې استادان او قرآني فعالان د سردار شهيد محمد باقري پر مقبره او وروسته د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) په حرم کې د سردار شهيد حسین سلامي پر مرقد شتون ولري .د قرآن عالي شورا د تعليم، څېړنې او اړيکو مرستيال په پاي کې ټینګار وکړ: د استادانو، قاريانو، حافظانو، فعالانو، مدیرانو او د قرآني برخو غوره شخصیّتونو پراخ ګډون، د ټولنې د نورو شریفو پرګنو ترڅنګ، لږترلږه دنده ده، چې انشاءالله مونږ ټول به په دې کار کې بریالي شو.
https://iqna.ir/fa/news/4293390