IQNA

د علی اکبرولایتي او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر لیدنه

17:56 - July 15, 2025
د خبر لمبر: 3491403
ایکنا -د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د نړیوالو چارو سلاکار ووئیل؛ د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا اړینه ده

 

ایکنا نیوز راپور راکوي د رهبرۍد سترمقام په نړیوالو چارو کې سلاکار، علي‌اکبر ولایتي، د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سید محسن نقوي سره په لیدنه کې په دغې لیدنې  خوښي څرګنده کړه او د ایران او پاکستان اړیکې یې ژورې، رېښې لرونکې او ورورګلويزې وبللې، او د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ پر پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار وکړ. په دغې لیدنې کې د پاکستان د وزیر اعظم او د پوځ د لوی درستیز پیغام د کورنیو چارو وزیر له لورې د رهبرۍ ستر مقام ته وسپارل شو.ل دواړو لوریو د اړیکو د مثبت پرمختګ ستاینه وکړه او په بېلابېلو برخو کې ئې د لا پراخو ملګرتیاؤ پر اهمیت یې ټینګار وکړ. ولایتي د سیمې د وضعیت په اړه، په ځانګړې توګه د صهیونیسټ رژیم له خوا د امریکا په ملاتړ پر ایران د بریدونو او د دې رژیم د جنایاتو په اړه په غزه کې، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همفکرۍ او یووالي اړتیا مهمه وبلله. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم پر ایران د صهیونیسټ رژیم او امریکا بریدونه وغندل او د ایران له دریځ سره یې ملاتړ اعلان کړ. همدارنګه دواړو لورو د ایران، پاکستان او عراق ترمینځ د اربعین په مراسمو کې د درې اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا هرکلی وکړ او د لا زیاتې همغږۍ اړتیا یې یاده کړه. ولایتي وویل: د پاکستان مسلمانان د ایران له لارې عراق ته د حسینی اربعین په دې سترې  غونډې کې د ګډون لپاره سفر کوي او دا کار نه یوازې د رسمي همکاریو سبب ګرځي، بلکې د درو هېوادونو ترمینځ د پراخو تعاملاتو مقدمه هم کېدای شي. ولایتي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د هند د خلکو د انګرېزانو پر ضد د مبارزې تاریخ ته په اشارې سره وویل: موږ باور لرو چې مسلمانانو د هند په آزادۍ کې مهم رول درلود. د رهبرۍ ستر مقام هم له اسلامی  انقلابه مخکې په همدې اړه یو کتاب لیکلی او خپور کړی دی. https://iqna.ir/fa/news/4294322 

captcha