IQNA

 ملت د سیاسي لیدلورو او مذهبي توپیرونو سره سره د خپل ګران او قدرمن ایران تر شا ودرید

18:18 - July 16, 2025
د خبر لمبر: 3491410
ایکنا -حضرت آیت الله العظمی خامنه‌ای نن سهار د قضائي قوې له مشر ،لوړپوړو مسئولینو او د ټول هیواد د عدلیې له مشرانو سره په لیدنې کې د ایران د ملت ستر کار د وروستۍ تپلي جګړې په اړه تحلیل کړ او د یرغلګرو د پلانونو او محاسبانو شنډېدل ئې یاد کړل. هغه د ملت په لوی اتحاد ټینګار وکړ او ویې ویل: د ایران ملت د بېلابېلو سیاسي سلیقو او د مذهبی وزنونوله توپیرونو سره سره د خپل عزیز هیواد د دفاع لپاره سره متحد شول. دا د ټولو دنده ده چې دا ملي یووالی وساتي.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر وویل: د خلکو ستر کار په دې ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ملت د عزم، ارادې او په نفس  په اعتماد  پورې اړه درلوده. یوازې دا چې خلک د امریکا او د هغې د ځنځیري یا تړلي سپي یعنې صهیونيستي رژیم په څېر ځواک سره د مقابلې روحیه او چمتووالی لري، دا پخپله ډېر ارزښت لري.

هغه د پخواني طاغوتي رژیم د چارواکو د خاطرو یادونه وکړه چې حتی په پټه او شخصي غونډو کې هم د امریکا پر وړاندې ئې د اعتراض جرأت نه درلود. وویل: ایران له هغه وخته تر دې ځایه رسېدلی چې نه یوازې له امریکا نه وېرېږي، بلکې امریکا له ایرانه وېرېږي. دا روحیه او اراده هغه څه دي چې ایران به سرلوړی کړي او خپلو لویو هیلو ته به ئې ورسوي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ټینګار وکړ: هم دوستان او هم دښمنان دې پوهه شي چې  د ایران ملت به په هېڅ ډګر کې د کمزوري لوري په توګه ګډون ونکړي. مونږ د منطق او پوځي ځواک په شمول ټول لازم وسایل لرو. نو که دیپلوماسي وي او که پوځي ډګر، هر وخت چې وارد شو، نو د خدای په مرسته به په پوره لاس وارد شو.

هغه وویل: که څه هم مونږ صهیونيستي رژیم  د سرطان  دانه بولو او امریکا د هغه د ملاتړ له امله جنایتکار ګڼو، خو مونږ د جګړې هرکلی نه دی کړی. که دښمن برید وکړ، زمونږ ځواب همیشه قوي او ځپونکی دی.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز زیاته کړه؛ که صهیونيستي رژیم ته کلک ځواب نه وائي ورکړل شوی  او پر ځمکه  ئې پوزه نه وائ موښل وي، او که له ځانه ئې دفاع کولای شوای، امریکا ته به دومره محتاج شوی نه وای. خو پوهه شو چې د اسلامي جمهوریت په وړاندې څه نه شي کولی.

هغه د امریکا پر وړاندې د ایران ځواب یوه حساسه ضربه وبلله او ویې ویل: هغه مرکز چې مونږ پرې برید وکړ، د امریکا په سیمه کې یو ډېر حساس مرکز و. کله چې خبري سانسور ختم شي، خلکو ته به معلومه شي چې ایران څومره لویه ضربه ورکړه. البته له دې هم لویه ضربه مونږ امریکا او نورو ته ورکولای شو.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه‌ای د ملت یووالي او بیدارۍ ته اشاره وکړه او وې ویل: د دښمن پلان دا و چې په ایران کې پر ځینو شخصیتونو او حساسو مرکزونو په برید سره اسلامی نظام کمزوری کړي او بیا د خپلو تالی څټو هسته‌ګانو په راویښولو سره – له منافقینو او سلطن غواړو رانیولي تر لنډيغرو او دړه مارو  خلک پار کړي او نظام نسکور کړي. خو په عمل کې برعکس وشول او معلومه شوه چې د دښمن او ځینو نورو سیاسي کسانو محاسبې غلطې وې

د اسلامی انقلاب رهبر انقلاب وویل: د دې جګړې په جریان کې د دښمن څېره، پلانونه او پټې موخې خلکو ته معلومې شوې. خدای یې پلانونه شنډه کړه  او خلک ئې د حکومت او اسلامی نظام د ملاتړ لپاره میدان ته راوویستل. خلک د دښمن د تصور خلاف د مالي او جاني ملاتړ لپاره راپورته شول.

هغه زیاته کړه: کله چې کسان د مذهبي وزن د لوی توپیر او سیاسي لیدلورو سره سره سره یو ځای درېږي، دا د ملي اتحاد لوی دلیل دی. ټول – خبریالان، قاضیان، حکومتي مسئولین، روحانیون او د جعمې امامان – باید دا ملي یووالی وساتي.

دوي وفرمائيل؛ سیاسي اختلاف سلیقې او مذهبي توپیرونه مانع نه دي چې خلک د یوې مشترک حقیقت یعنې د ایران عزیز او اسلامي نظام د دفاع لپاره سره یوځای نشي. البته تبیین او د مغالطو ردول ضرور دي، خو بې ضرورته نیوکې او په وړو مسایلو جنجال کول تاوان لري.

هغه د ملي یووالي د ساتلو په اړه وویل: باید حتی مغالطې په داسې طریقه رد شي چې هیواد ته مشکل پیدا نشي. له اسلامی نظام سره وفاداري او د عمومي سیاستونو ملاتړ ضروري او ګټور دی، خو د ډلو ټپلو تر مینځ د اختلافاتو زیات ښودل او د دې جناح او هغه جناح کول تاوان لري.

اهغه  وویل: د خلکو جذبه او پرتم او ولوله په ځانګړي ډول د ځوانانو، ښه او ضروري ده، خو بې صبره کېدل او په ځمکه پښې وهل او پر دې اعتراض چې ولې فلانی کار ونه شو، دا تاوان لري.

هغه د صهیونيستي رژیم د وروستۍ جګړې د جنایاتو حقوقي تعقیب ضروري وباله او ویې ویل: په تېرو پېښو کې هم باید حقوقي تعقیب شوی وای، خو کمزورتیاوې وې. اوس قضائي قوه باید دا وروستي جنایات په جدي او دقیق ډول، په داخلي او نړیوالو محکمو کې وڅېړي.

رهبر انقلاب اسلامی  په پای کې وویل: د ټولو سپارښتنو نتیجه باید د خلکو په اعتماد کې څرګنده شي. هر څوک چې په هر ځای کې ظلم او تېری پرې وشي، باید دا ډاډه وي چې د عدلیې په مراجعه به ئې ستونزه حل شي. د دې لپاره باید په قوه قضائیه کې دننه او بهر له فساد مبارزه وشي. دا مبارزه به د خلکو امید او اعتماد زیات کړي.

د لیدنې په پیل کې د قضائیې قوې مشر حجت الاسلام والمسلمین محسنی اژه‌ای وویل: د دښمن ناکامي د خلکو د هوښیارۍ او د رهبر معظم د لارښوونو نتیجه وه. یو بل ویاړ زمونږ د ملت د افتخاراتو کتاب ته ور اضافه شو او ټولې نړۍ ته د مقابل لوري د بې باوری حقیقت ښکاره شو.

https://iqna.ir/fa/news/4294710

captcha