IQNA

د ایران د اسلامي جمهوریت د نړیوال کتاب ۳۳ جایزه اعلان شوه

9:54 - July 17, 2025
د خبر لمبر: 3491415
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د نړیوال کتاب  د  کال ۳۳ جایزه د اسلامي مطالعاتو او ايرانيو مطالعاتو په دوو برخو کې د ارزښتناکو کتابونو د پېژندلو او معرفي کولو په موخه اعلان شوه.

ایکنانیوز د ایرنا  له قوله راپور راکوی،د ایران د کتاب او ادبیاتو د کوټې په نقل سره ، د ایران د اسلامي جمهوریت  د نړیوال کتاب د کال ۳۳ جایزه په درو برخو کی یعني په  تالیف، ژباړې او تصحیح – کې ترسره کېږي. دا جایزه هغو کتابونو ته ورکول کېږي چې په تېر میلادي کال (۲۰۲۴) کې په بېلابېلو ژبو د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې (له ایران پرته) چاپ شوي وي. دغه مراسم د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د بهمن یا سلواغې په میاشت کې ترسره کېږي.

ناشران او لیکوالان کولای شي چې د ګډون لپاره د  ۱۴۰۴ کال د وږي (سنبله/شهریور) میاشتې تر پای پورې د خپل کتاب یوه چاپي نسخه د جایزې دبیرخانې ته واستوي او برېښنائي نسخه ئې د جایزې په ځانګړې وېبپاڼه کې ثبت کړي.

سی‌وسومین جایزه جهانی كتاب سال جمهوری اسلامی ایران فراخوان داد

د کتابونو موضوعګانې؛

الف) اسلامي مطالعات: کلیات، اسلامي معارف، د اسلام تاریخ، رجال، اخلاق، علوم قرآني، حدیث، د اسلامي متنونو ژباړه، قرآن څیړنه او تفسیر، فقه او اسلامي حقوق، کلام، فلسفه، تصوف او عرفان، د اسلامي علومو تاریخ، اسلامي فرهنګ او تمدن، اسلامي اقتصاد، اسلامي هنر او معمارۍ، اوسمهاله اسلامي مطالعات او نور اړوند موضوعات.

ب) ايراني مطالعات: کلیات، د ایران ژبې او ژبپوهنه، انسانپوهنه (مردم‌شناسی)، د ایران د علومو تاریخ، فارسي شعر او ادب، د ایران تاریخ، ايراني هنر او معمارۍ، د لرغوني ایران تاریخ او تمدن، د ایرانيو مفکرانو د آثارو ژباړې او نور اړوند موضوعګانې؛

د کتابونو ځانګړتیاوې

۱. په اسلامي لیدلوري او د ايرانيو مطالعاتو په برخې کې نوښت.

۲. لوړ فرهنګي ارزښت، د علمي او تحقیقي معیارونو درلودل او له باوري سرچینو څخه ګټه اخیستنه.

۳. د کتاب د مینځ پانګې او حجم تناسب، منظم فصل‌بندي، د مطالبو یو ډول‌والی، د تخنیکي لستونو شتون، ویراستاري، ښه ډیزاین او له چاپي تېروتنو پاکوالی.

۴. د ژباړې په برخه کې د اساسي معیارونو مراعات کول.

۵. د انتقادي تصحیح قواعدو مراعات، اړین حواشي او توضیحات، او د نسخې بدل کافي وړاندې کول په تصحیح شوو کتابونو کې.

د جایزې دبیرخانې سره د اړیکې لارې

پته: تهران،  خیابان انقلاب اسلامي ، خیابان جنوبی برادران مظفر  ، کوچه خواجه نصیر ، پلاک ۲، لومړی پوړ – د پوست کود: ۱۳۱۵۷۷۳۴۱۱

ټیلیفون: ۰۲۱۶۶۴۱۵۲۵۵ – ۰۲۱۹۱۰۰۶۳۶۳ داخلي ۲۷۱

فاکس: ۰۲۱۶۶۴۱۵۴۹۸

برېښنالیک: bookaward@ketab.ir

https://iqna.ir/fa/news/4294676/

captcha