IQNA

حامدکرزي په کنکور کې د افغان نجونو پر نه شتون خواشیني ښودلې

10:02 - July 23, 2025
د خبر لمبر: 3491441
ایکنا - د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ۱۴۰۴ کال په کنکور ازموینې کې له لومړۍ تر ۵ مې درجې بریالیو هلکانو ته مبارکي ورکړې.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلې اېکس ټولنیزې پاڼې  کې په دې سخته خواشیني څرګنده کړې، چې په افغانستان کې  په سږني کنکور کې هم افغان نجونو ته د طالبانو حکومت د ګډون اجازت نه دی ورکړې  او د افغان انجونو چې له هیچا وروسته نه پاتیکیږی راتلونکی ئې هماغه راز په تورتم کې ساتلی دی.

 هغه همداراز نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابرول  یوه حیاتي  چاره بللي  او وئیلی ئې دی مونږ خپلې خوئیندې  او لوڼه د خپلو وروڼو او زامنو به شان  وروزو او راتلونکی ته ئې ښه توجه وکړو.

حامدکرزي یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي، چې «ژر تر ژره» دې د  نجونو زده کړو ته اجازت ورکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر له بهرنیو اړتیاوو خلاصون او د هېواد پرمختګ، زده کړو ته په اجازې پورې مشروط ګڼلی دی.

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د افغان نجونو پر زده کړو بندیزونه لګول شوی دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162674

captcha