ایکنا نیوز د اخبار الشيعه ل راپور له قوله راپور راکړ، د ملایشیا لومړي وزير، انور ابراهيم، په پوتراجايا کې د «ملایشيا پرمونګات ۲۰۲۵» په مراسمو کې وويل؛ اې آئي یا مصنوعي ذهانت بايد د اسلامي قوانينو په رڼا کې رهبري شي.
هغه په خپلو خبرو کې وويل: «اصلي رنسانس دا نه دی چې يوازې په انتزاعي ټکنالوژۍ ولاړ وي، بلکې په يو اخلاقي نظام ولاړ وي چې هغه ټکنالوژي رهبري کړي.»
د ملایشیا لومړي وزير زياته کړه: «ټکنالوژي په خپله د انسانانو د هدايت لامل نه ګرځي، آن کېدای شي انسانان بېلارې کړي، مګر دا چې د ارزښتونو په رڼا کې وي.»
هغه د اسلامي محققينو او پرېکړهکوونکو له فکري ګډون څخه د يو ملي ليد د جوړولو لپاره غوښتنه وکړه، څو ملایشیا په داسي زمانې کې چې مصنوعي ذهانت پرمختګ کوي، خپله لاره وټاکي.
نوموړي تاکيد وکړ چې هېواد به ئې د هغو ټولنو له وارداتي ماډلونو څخه کار وانخلي چې «معنا او هدف ئې له لاسه ورکړی»، بلکې خپل ماډلونه به د اصيل اسلامي اصولو پر بنسټ جوړ کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4295813