IQNA

 د  محرم میاشتې د وروستۍ جمعې شپې احیا په بین‌الحرمین کې(انځوریز راپور)

9:57 - July 26, 2025
د خبر لمبر: 3491452
ایکنا - د کربلا مقدس ښار د محرم‌الحرام میاشتې وروستۍ جمعې  شپه د حضرت امام حسین او حضرت عباس علیهم السلام په حرمینو کې د زرګونو زائرینو له خوا احیا شوه.

ایکنانیوز راپور راکړی،په دې مبارکه شپه، زائرین په بین‌الحرمین کې د احیا مراسم ترسره کړل او خپلې مینې او وفادارۍ ته ئې له اهل بیت علیهم‌السلام سره عملي بڼه ورکړه.

د عباسي آستان ادارې د زائرینو د ښه خدمت لپاره پراخ ترتیبات نیولي وو، څو د هغوی اړتیاوې پوره او عبادتونه له آرامه فضا سره ترسره شي.

د محرم په میاشت کې، کربلا ښار هر کال د هغو لکونو زیارتوالو کوربه وي، څوک چې د امام حسین (ع) او د هغه د ورور حضرت ابوالفضل العباس (ع) د زیارت لپاره ورځي،څو د اهل بیت (علیهم‌السلام) سره خپله مینه او وفاداري څرګنده کړي.

د عباسي سپېڅلي آستان لخوا د زیارتوالو د استقبال لپاره یو پراخ او منظم پلان جوړ شوی، څو هغوی ته غوره خدمات وړاندې کړي او د دوی اړتیاوې پوره شي.

په پای کې، د دې روحاني  او معنوي دستورو یو انځوریز راپور  هم ایکنانیوز برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم ړاندې کوي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4296159

captcha