ایکنا - د قم ولایت د ولسی اربعین مرکز د کمیټې مشر، مهدی قربانیکرم، وویل: د فرهنګسازۍ له امله چې په قم کې ترسره شوې، هر یو وګړی د حسینی اربعین د زائرینو خادم ګڼي. له همدې امله مونږ د ظرفیت د لوړوالي سره چمتو یو چې د کابو پنځه لکه ایرانیو او غیرایرانیو زیارتوالو کوربتوب وکړو.

د ایکنانیوز د قم څانګې د راپور له مخې، مهدي قربانی کرم دا خبرې د قم د ښاروالۍ د غونډو په هال کې له خبریالانو سره د ناستې پر مهال وکړې. نوموړي د حسینی اربعین د مراسمو په ترسره کولو کې د قم اهمیت ته اشاره وکړه او وې ویل: قم لومړنی ښار و چې د حسینی اربعین د ولولناکو دستورو بنسټ ئې کېښود، او دا ښار د ایران د خاوري د ولسی اربعین د خوځښت اصلي ستنه ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه: د قم ټول مسئولین باید د اربعین زائرینو میلمستیا ته په ښه ډول پاملرنه وکړي.
قربانيکرم وویل: اوس ډېری ادارو خپلې اسانتیاوې د زائرینو په خدمت کې وړاندې کړي دي، چې دا د رسنیو د هڅو پایله ده. سږکال هم، لکه د تېر کال، له پنځم صفرې څخه تر پنځم ربیعالاول پورې به د زائرینو خدمت وشي.کابو ۲۵۰۰ تنه به مستقیم خدمت کوي، خو د غیر مستقیم خادمانو شمېر هم د پام وړ دی، ځکه چې خلک خپله ځانونه خادمان ګڼي.
نوموړي وویل: د اربعین مرکز ۲۲ مرستیالې څانګې لري، چې پکې اجرائیه، عامه اړیکې، نړیوالې چارې، د ښځو او سړیو څانګې شاملې دي. د تېر کال د تجربې پر بنسټ، سږکال مو مرکز د ۵لکه زیارتوالو لپاره چمتو کړې دی.
هغه یادونه وکړه چې دا شمېر ښائي زیات شي، ځکه دا یوازې د ثبتنام شویو کسانو شمېر دی.
د زیارتوالو د ن امو د ثبتولو څرنګوالی:
د خدماتو موده:
د تمرکز د لیرې کولو نوښت:
هدفونه:
د ښوونځیو چمتووالی:
نور خدمات:
د فرهنګي بڼه وړاندې کول:
د تېر کال شمېرې:
د جاماندهګانو یا کربلا ته له اربعین څخه د پاتې کسانو لپاره پروګرام:
عمومي بلنه:
۶۰۳۷۹۹۸۸۰۰۴۰۵۷۲۱ (په نوم د قرارګاه مردمي اربعین)
https://qom.iqna.ir/fa/news/4296610