ایکنانیوز د میډل ایست له قوله راپور راکړ،د عراق د برېښنا وزارت ویاند احمد موسی العبادي،وویل: د بریښنا دوامداره برابرول، د اساسي خدماتو وړاندې کول، او د اصلي لارو خوندیتوب، د حکومت او ځاي چارواکو اساسي لومړيتوبونه دي. دا چارې د حسيني او عباسي مقدسوحرمیّنو په همغږۍ سره ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې وزارت یو بېړنی پراخ پلان پیل کړی، چې په هغو کې
هدف دا دی چې په هغو سیمو کې چې خلک ډېر ټولیږي، لکه موقتي استوګنځایونه، روغتونونه او موکبونه، برق پرلهپسې برابر وي او چینل او لاین تر دباؤ لاندې رانشي.
د کربلا ځاي حکومت، د امنیتي ځواکونو، خدماتي وزارتونو، او د حسيني او عباسي عتباتو په مرسته، یو همغږی امنیتي او خدماتي پلان پلی کوي.
د عراق نور ولایتونه لکه نجف، واسط، اربیل، کرکوک او المثنى هم خپلې خدماتي ډلې او تجهیزات کربلا ته استوي، څو د زیارت د لویې ګڼې سره مرسته وکړي.
تمه ده چې سږ کال د زائرینو شمېر له ۲۰ میلیونو واوړي، او د دې ستر کار د بریا لپاره لوړه همغږي او چټک خدمت ته اړتیا ده.
د عراق د کورنیو چارو وزیر او د میلیوني زیارتونو د لوړې امنیتي کمیټې مشر، عبدالامیر الشمري، هم امر کړی چې د اربعین د مراسمو امنیتي چمتووالي ته جدي پاملرنه وشي.
https://iqna.ir/fa/news/4298123