ایکنانیوز د اُسوه د قرآنيانو د بنسټ د عامه اړیکوله قوله راپور راکوي، د حسیني اربعین د ستر پلي لاریون په درشل کې، د قرآن کریم د ځوانو قاریانو ملي ټیم (اُسوه) د خپل فرهنګي او تبلیغي رسالت د ترسره کولو لپاره د زمري یا اسد د میاشتشې له ۱۲مې تر ۱۷ نیټې پورې عراق ته سفر کړی.
د اُسوه قرآنيانو د بنسټ د روزنیزو چارو مرستیال، حجتالاسلام مجید صادقي، وویل: د قرآن کریم د ځوانو قاریانو ملي ټیم یو شمېر غړي، چې «د اُسوه د قرآنيانو کاروان» په نوم ئې ګډون کړی و، له خپلو مسوولینو او روزونکو سره یو ځای، د امام حسین (ع) له نورو زیارت کوونکو سره مت په مټ، په نړیوال حسیني اربعین لاریون کې حاضر شول.
صادقي د دغه کاروان د فعالیتونو په اړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآني کاروان تر چتر لاندې د اربعین په ترڅ کې ترسره شول، زیاته کړه: له دغو فعالیتونو څخه د قرآني محفلونو جوړول، د معرفت کړئ، د واقعو بیانول، د موکبونو او د امام حسين علیه السلام د حرم د زیارت کوونکو خدمت کول، د سفر لیکل، د «د مننې او قدرونې رایحه»(رایحه قدرداني) په نوم د کمپاین ترسره کول، د کاروان له پروګرامونو څخه د فیلم او انځور په ګډون د مینځ پانګې تولید او نور یادولی شو.
https://iqna.ir/fa/news/4299124/