ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼئ د دفتر له قوله راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو د خپرولو د مرکز د خبرتیا په اساس د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان پخپل پیغام کې د پاکستان په یو شمېر برخو کې د ویجاړوونکي سېل له امله د سلکړتړ هلکو د مړینې او ټپي کېدو په دلیل د ایران دحکومت او ملت له خوا د پاکستان د اسلامي جمهوریت لومړي وزیرشهباز شریف، حکومت او خلکو ته خپله ژور خواخوږي او غمرازي څرګنده کړه. هغه ټینګار کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د زیانمنو کسانو د دردونو د کمولو لپاره د هر ډول مرستې او بشري امداد لپاره چمتو دی او د دغې پېښې د ټپیانو او زیانمنو شویو کسانو لپاره ئې د عاجلې روغتیا او بېرته رغېدو دعا هم وکړه.
راپورونه ښئ چې د پاکستان په خیبرپختونخواه صوبې کې د وروستیو سختو ورښتونو اوسیلابونو له امله څه دپاسه درې سوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ،په لسګونو نور بې درکه شوي او دغه راز بې شمیره ودانئ هم تباه شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4300145