IQNA

د مصر یوه کورنۍ د قرآن لس حافظان لري(انځوریزراپور)

14:12 - August 18, 2025
د خبر لمبر: 3491563
ایکنا – د مصر په منوفیه ولایت کې  یوه مصري کورنۍ لس بچیان لري چط ټولو د قرآن کریم حفظ ته مخه کړې او د دین په تبلیغ او د وحي د کلام په تدریس کې بریالي کسان دي.

یکنانیوز دمصری الیوم له قوله راپور راکوي،ددغې مصري کورنۍ ترټولو کوچني غړي ایثار سعد مصری الیوم ته ووئيل، مونږ لس بچیان یوو، پنځه زامن او پنځو انجونې مونږ ټولو په ابتدائي وخت کې قران کریم حفظ کړی دی.

هغه ووئيل،  کله په دریم یا څلورم صنف یا کلاس کې وم ،نو ټول قرآن کریم مو حفظ کړ او  دا د مونږ په کور کې کومه عجبیبه خبره نه ده.

ایثار سعد  په دوام کې ووئيل، دا چاره تصادفي  او یا د شخصي هڅې په دلیل نه ده ،بلکې د مونږ د پلار له خوا  یو پلان شوی هدف  دی چې په پدرانه تدبیر  او سرښیندنې سره یوه معلم ترسره کړی دی.

ایثار روښانه کړې ده ، د مونږ مور  مونږ حفظ ته مجبورولو او پلار مو هم  له مونږ سره ملګرتیا کوله. ټول کور له قرآنه ډک ؤ ،هیح کوم بچئ نه ؤ چې دریم کلاس ئې  د ټول قرآن له ختم کولو پرته تیر کړی وي.

دغه کورنئ همداراز له اکاډمیک زده کړې هم غافله  پاتې نه ده ،او بچیانو  د قرآن د حفظ ترڅنګ  خپلو زده کړو ته هم دوام ورکړل شو. ایثار په دې باب وائي؛مونږ ټول د الازهر  د قرائاتو په مرکز کې  چې یو جامع تعلیمي مرکز دی ، زده کړې کړي دي ،په دغه مرکز کې زده کړه  په تجوید القرآن سره پيلیږي او په دوام کې لا لوړو سویو او ورپسې تحصص ته رسیږي. مونږ په دغه مرکز کې هرڅه د قرآن کریم په باب یعني له صرف او نحو رانیولې تر بلاغت او لس ګونه قرائتونو پورې په  اکاډمیک بڼه یادوو.

 هغه په دوام کې زیاته کړې ده،دوي په پنځلس اوشپاړس کلنۍ کې د قرآن اوقرائتونو معلمان کیدل،ځکه  د قرآئاتو له مرکزونو فارغ التحصیل کیدل او هغې مرحلې ته رسیدلی وو چې پخپله الازهر دوي د تدریس لپاره ټاکل.

ددغې کورنۍ  د پام وړ ټکی د ا دی چې کیسه یوازې د قرآن په حفظ نه ختمیږی بلکې هر ورور او خور  له قرآن سره مرتبطه لاره  لري.

هغه وائي،مشر ورور په الازهر کې د قرآن د قرائاتو په مرکز کې د قرائت معلم دی ورپسې ورور هم همدغه کار کوي  او په عین حال کې د مونږ په ښار کې د قرآن تدریس ته ئې مخه کړې ده. دریم ورور  هم د مصر د جنوبی سیا  د حفظ د مرکزونو او د قرآن د حفظ د استاذانو مسئول دی همداراز ټول وروڼه خوئيندې معلمان او تدریس کونکي یوو.

ایکنانیوز ددغو خوئيندو وروڼو او مور پلار یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4300332

captcha