IQNA

د غزې عالمان؛د خاورې پرېښودل د خاورې او د شهيدانو د وينې سره خيانت دی

14:17 - August 18, 2025
د خبر لمبر: 3491564
ایکنا - د غزې د عالمانو ټولنې په يوه اعلاميې کې خبرداری ورکړی چې د خاورې پرېښودل له خاورې او د شهيدانو له وينې سره خيانت دی او په وطن کې پاتې کېدل له شهيدانو سره يو تړون دی او د صبر کوونکو لپاره د ا.... تعالی د بري ژمنه ده.

یکنانیوز د يمن د المسيره چینل له قوله راپور راکوي،، د غزې د عالمانو ټولنې د مسلمانو عالمانو، خطيبانو او اغېزشیندونکو شخصيتونو څخه غوښتنه کړې چې د عامې هڅونې او د صهيونيستي دښمن د اجباري کډوالۍ د پلانونو د ناکامولو لپاره دې  اقدام وکړي.

دغه دیني اورګان یا  ادارې ټينګار کړی: "مونږ په وطن کې د ټينګ پاتې کېدو غوښتنه کوو څو د خلکو د اجباري کډوالۍ د پلانونو مخه ونيول شي."

دوي  ويلي: په غزې کې مقاومت او ټينګار، په کوڅو، واټونو او جوماتونو کې، د فلسطين د خلکو د ټولې قضيې د دفاع لومړۍ کرښه ده.

د غزې د عالمانو ټولنې خبرداری ورکړی چې د خاورې پرېښودل له خاورې او د شهيدانو له وينې سره خيانت دی او په وطن کې پاتې کېدل او د هغه دفاع کول ،له شهيدانو سره يو تړون دی او د صبر کوونکو لپاره د ا.... تعالی د بري ژمنه ده.

دغې اعلاميې يادونه کړې چې له نیواکګرو سره مقابله يوازې د وسلو په واسطه نه ده، بلکې د "پياوړي ايمان، هوښيار فکر او د حق د ويلو ژبې" له لارې هم ترسره کېږي.

له دې وړاندې د فلسطين د عالمانو ټولنې هم د صهيونيستي رژيم د جنايتونو د دوام په غبرګون کې له اسلامي امته غوښته کړې وه چې د اسرائيلو د  نسل وژنې د جنايتونو پر وړاندې مقابله وکړي او په يوې اعلاميې کې ئې ويلي وو: "د اسلام بچیانو او د حق مدافعانو، اوس د عمل او غږ پورته کولو وخت دی او ټول د جهاد ميدان  ورآخوا ته حرکت وکړئ.

https://iqna.ir/fa/news/4300430/

captcha