په راپور کې وئيل شوي دي ډاکټر مسعود پزشکیان د ارمنستان د سفر د پروګرامونو په دوام، پرون ناوخته د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې، د ارمنستان د حکومت او خلکو د تاوده هرکلي او د دغه سفر د بریالیتوب لپاره د لومړي وزیر او د هغه د همکارانود هڅو مننه وکړه. هغه ارمنستان د ایران په ګاونډ کې یو مهم هېواد وباله او ټینګار ئې وکړ چې تاریخ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ ژورې اړیکې ښئي.
پزشکیان وویل چې په ایران کې، په تیره بیا په سرحدي سیمو کې د ارمني ټولنې شتون او د دواړو هېوادونو ترمینځ د کلتوري او تمدني مشترکاتو موجودیت د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوستۍ اړیکې ښئي. د دواړو هېوادونو مشترکه پوله په تېرو کلونو کې د دوستۍ پوله او د دواړو هېوادونو د خلکو د نښلولو کړئ ده او راتلونکي کې به هم همداسې وي. د آرارات له غرونو رانیولې تر ایراني فلات پورې، د تاریخ نسیم د شعر، موسیقۍ او میلمهپالنې بوي دواړو سرحدونو ته رسولی دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د حافظ د یوه شعر یادونه وکړه چې د ارس سیند د غاړو ژوند او تحرک بیانوي او ټینګار ئې وکړ چې مونږ د خپلو ګاونډیانو، په تیره بیا د ارمنستان، ارامي او هوساینه د ایران له ملي ګټو سره همغږې ګڼو. هغه وویل چې د همغږئ او د دوستۍ پر عواملو ټینګار د امنیت د دوام او پرمختګ په لور د حرکت لپاره ترټولو مهم عوامل دي.
پزشکیان زیاته کړه: موږ تل په روښانه توګه د ارمنستان د خاورې بشپړتیا ملاتړ کړی او دا د ایران د اسلامي جمهوریت ثابت او نه بدلېدونکی سیاست دی. مونږ په سیمه کې د زور د کارولو یا د زور د کارولو له ګواښ سره مخالف یو. مونږ باور لرو چې په قفقاز کې سیاست او حکومتوالي باید قفقازي پاتې شي؛ د قفقاز د مسایلو حل د سیمې دباندې ځواکونو ته سپارل د سیمې وضعیت نوره هم پیچلی کوي.
د ایران تلپاتې دریځ دا دی چې په قفقاز کې د نړیوالو پولو بدلون نه مني او باور لري چې دا سیمه باید د جیو-پولیټیکي سیالیو ډګر ونه ګرځي. د ایران پریکنده اراده دا ده چې له ارمنستان سره په ټولو برخو کې اړیکې پراخې او ستراتیژیکې کچې ته لوړې کړي.
پزشکیان ټینګار وکړ: ایران او ارمنستان د خلیج فارس - تور سمندر دهلېز په فعالولو کې ګډې ګټې لري. د ریل، سړک او سمندري ترانزیټي لارو پراختیا، د دواړو هېوادونو له ظرفیتونو په ګټې اخیستنې د ارتباطي دهلېزونو جوړول، د سرحدي بازارچو پراختیا او مجهزول، د سوداګرۍ اسانتیا، د ګډو اقتصادي ازادو زونونو جوړول او د لاریو تګ راتګ اسانول د دواړو هېوادونو د اړیکو جدي اړتیاوې دي او په دې برخو کې جوړونکې خبرې اترې شوې دي.
ولسمشر یادونه وکړه: همدارنګه د سرحدونو د امنیت او د وګړو د آرامۍ د تامین لپاره د دواړو خواوو د ملګرتیاؤ په زیاتوالی، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ په اړیکو او ګرځندوئي پراختیا باندې هم ټینګار شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4300776