ایکنانیوز د دنیانیوز له قوله راپور راکړ،د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، پولیسو په جنورئ میاشت کې یو ۱۷ کلن ځوان د سکاټلنډ په لویدیځ ساحل کې د ګرینوک د جومات ودانۍ ته د ننوتلود هڅې پر مهال ونیوه.
د رسنیو په راپور کې ویل شوي چې پراسیکیوټرانو تېره ورځ وویل، د ځوان له کڅوړې څخه د جرمني جوړه شوې یو ګلوک پستول، مهمات، بال بیرنګونه، د ګیسو کارتوس او ایروسل کین ترلاسه شوي دي. د ځوان په موبایل کې د ودانۍ د داخلي برخې نقشه هم موندل شوې وه.
څېړونکو یوه لیسټ هم ترلاسه کړ ی چې ښئي هغه د هټلر، موسولیني او په ناروې کې د ګڼو کسانو د وژلو مرتکب اندرس بیهرنګ بریوک له سیاسي عقایدو څخه متاثر و. د مجرم د کور د تلاشۍ پر مهال د هټلر کتاب «ماین کمپف»، خنجر، ماسک او د چاودیدونکو موادو د جوړولو فورموله هم ترلاسه شوي .
د سکاټلنډ د کراؤن دفتر ویلي، په ګلاسګو کې عالي محکمې دغه ځوان ته د ترهګرۍ د دوو تورونو له منلو وروسته سزا واوروله. د قانوني دلایلو له امله د دغه ځوان نوم او عمر نه دی ښودل شوی. هغه به لومړی د کم عمره کسانو لپاره په جوړ شوي زندان کې خپله سزا پیل کړي او وروسته به د بالغو کسانو زندان ته ولېږدول شي.
چارتو ویلي چې د خوشې کېدو وروسته به د اتو کلونو لپاره د هغه څارنه هم کیږي.
https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/902233_1