IQNA

 په کربلا کې د صفر ې د میاشتې د وروستي جمعې د شپې  ولوله او پرتم (انځورونه)

14:31 - August 23, 2025
د خبر لمبر: 3491588
ایکنا - د صفرې  د  میاشتې وروستۍ ورځې د «نبي اکرم حضرت محمد مصطفی (ص)» د رحلت،  او د حضرت امام حسن (ع)» د شهادت او  همداراز د  حضرت امام رضا (ع)  د شهادت  له کلیزو سره سمون خوري، چې هره یوه له دې  شپو ورځو د دغو سترو شخصیتونو سره د توسل اړتیا لري. د صفر ې میاشتې وروستۍ شپې  ورځې د جمعې ورځې سره  همغږي،له  «امام زمان (عج)» سره د لا زیات توسل لپاره زمینه برابروي.

ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړی، د کربلا مقدس ښار د صفرې د میاشتې د وروستي جمعې د شپې د لمانځنې لپاره د زائرینو د پراخې ګڼې ګوڼې شاهد و، چې د حضرت امام حسین (ع) او د هغه د ورور حضرت ابوالفضل العباس (ع) حرمینو ته ورغلي وو. د صفرې په میاشت کې، د کربلا مقدس ښار د عراق دننه او بهر څخه د میلیونونو زائرینو کوربه دی چې د حرمین شریفین د زیارت لپاره دې ښار ته ورغلي دي.

د جمعې په ورځ د «اللّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ و عَجّل فَرَجَهم  د ذکر په ارزښت خورا زیات ټینګار شوی دی، تر دې حده چې حضرت امام صادق (ع) فرمایلي دي چې د صلوات ذکر دومره ارزښتمن دی چې معصومین علیهم السلام هره ورځ پر حضرت محمد (ص) او د هغه پر پاکې کورنۍ ۱۰۰۰ ځله صلوات لیږلو، خو د جمعې په ورځو  کې دا شمېر ۱۰۰۰۰ ته رسولی څو پراخ  ثواب ترلاسه کړي. د شیعیانو او هغو کسانو لپاره چې په ورځني ژوند کې ډېرې اندېښنې لري، هره ورځ ۱۰۰ ځله او د جمعې په ورځ ۱۰۰۰ ځله صلوات لیږل کیدالی شي.

«خیرات ورکول»، د «اللّهُ اَکْبَر» او «لا إلهَ إلا اللّه» ذکرونه هم هغه اعمال دي چې د صفرې د میاشتې په وروستي جمعې ورځې  ور باندې ټینګار شوی دی. همدارنګه، د دوو رکعتونو لمونځ  ادا کول چې په هر رکعت کې ئې لومړی سورة حمد او بیا سورة انعام قرائت کیږي، پراخ ثواب لري. د صفرې د میاشتې په دغو  وروستیو شپو ورځو کې روژه نیول هم ډېر ارزښتمن دي.

په دوام کې، د کربلا په وروستي جمعې   شپې د زائرینو د ځوږ او ولولې  انځورونه ایکنانیوز ستاسو خدمت ته   هم وړاندې کوي.

 

 https://iqna.ir/fa/news/4301133

captcha