IQNA

د ۱۴۰۴ کال د عمرې لومړنۍ  لپاره لومړنئ ډله د وحي ټاټوبي ته واستول شوه

12:56 - August 25, 2025
د خبر لمبر: 3491594
د ايکنانیوز خبري اژانس د راپور له مخې، د ايران د اسلامی جمهوریت له خوا د  عمرې زيارت کوونکو لومړنۍ ډله د حج او زيارت د چارواکو په شتون کې د امام خميني(ره) هوايي ډګر له  سلام ټرمينل څخه د مدينې منورې هوايي ډګر ته واستول شول.

د بعثې د مقام معظم رهبرۍ د کلتوري مرستيال، حجت‌الاسلام سيد حسين رکن‌الديني،د عمرې زيارت کوونکو  د لومړئ ډلې د لیږد  په مراسمو کې وويل: لومړنۍ الوتنه د ۱۴۰۴ کال د عمرې زيارت کوونکو لپاره د مدينې منورې پر لور ترسره شوه. د دې ترڅنګ، پر ښو اجرايي پروګرامونو سربېره، د هر کاروان لپاره يو روحاني ټاکل شوی دی چې د زيارت کوونکو د معنوي اعمالو او د عمرې د مناسکو د سمې ترسره کېدو څارنه  وکړي.نوموړي د  رهبرۍ د بعثې  د پروګرامونو په اړه وويل: د زيارت کوونکو د معرفت او پوهاوي د زياتولو په موخه په مکې او مدينې کې بېلابېل پروګرامونه پلان شوي دي، چې تر ټولو مهم ئې د مجري، قاري، ويناوال او مداح په شتون کې د انس او معرفت محفل دی. همدارنګه، د ماشومانو، ځوانانو او مېړه-ميرمنو لپاره ځانګړي کلتوري سيالۍ هم په پام کې نيول شوي دي.د مراسمو په بلې برخې کې، د حج او زيارت ادارې مشر عليرضا بيات،وويل: لومړنۍ الوتنه له تهرانه ترسره شوه. په وږي مياشت کې به هره ورځ له تهران او بل ولايت څخه دوې الوتنې د وحي سرزمين ته ځي.سربېره پردې، د ۱۷ الوتنو تمځايونو څخه د زيارت کوونکو  لیږد پلان شوی دی. سږ کال د زيارت کوونکو د سفر د اسانتيا لپاره د مکې او مدينې ترمنځ واټن کم شوی او انتقال به د اورګاډي له لارې ترسره شي.نوموړي زياته کړه: د زيارت کوونکو د انتقال او مېلمه پالنې لپاره ټولې اسانتياوې برابرې شوي دي او په راتلونکو مياشتو کې به د الوتنو شمېر زيات شي. د ځوانو جوړو لپاره هم د هڅونې پروګرام شته، چې تر اوسه شاوخوا زر کسانو نوم ليکنه کړې او مونږ ژمن يو چې دا ټولې جوړې پرته له  سند برابرولو ولیږدوو.د مراسمو په پای کې، د حج زيارت د چارو د ادارې  مشر، د بعثې د کلتوري او مديريتي پراختيا مرستيالانو او د حج او عمرې مسؤلينو لخوا د وحي سرزمين ته بدرګه شول. په لومړنۍ الوتنئ کې کابو ۲۵۰ زيارت کوونکي په دوو کاروانونو کې د امام خميني(ره) هوايي ډګر له سلام ټرمينل څخه د مدينې منورې پر لور واستول شول.

https://iqna.ir/fa/news/4301255

captcha