IQNA

ثقلین؛ د تفرقې او اختلاف  له ګړنګ څخه  د اسلامي امت ژغورونکی

11:07 - August 26, 2025
د خبر لمبر: 3491598
ایکنا - د تشیعّ د  تاریخ څیړونکي د رسول اکرم (ص) د وفات د ورځې او د صفرې د میاشتې د وروستیو شپو ورځو په مناسبت ایکنانیوز  ته په یوه یاددښت کې لیکلي: د هغه وصیتونه د اهل بیت (ع)، قران کریم او د امت د یووالي د ساتلو په اړه، د هغه  ژور لید ښودنه کوي چې هدف ئې  د یوې متحده او عادلانه ټولنې رامینځته کول وو.

یکنانیوز راپور راکوي، د تشیّع د تاریخ څیړونکي، حجت‌الاسلام والمسلمین جعفر فخرآذر،د رسول اکرم (ص) د شهادت د ورځې په مناسبت یو یاددښت ایکنانیوز ته وړاندې کړی چې ځیني برخې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.

د رسول اکرم (ص) د وفات پېښه د اسلام په تاریخ کې یو مهم ټکی وو چې په یو وخت کې ئې عاطفي، سیاسي او ټولنیز اړخونه درلودل.د دغې پېښې دقیقې څیړنې او د رسول اکرم (ص) اخلاق مداره ، خلکو ته نږدې او عادلانه سیرت په اړه غور کول کولای شي د اوس مهاله مسلمانانو لپاره لارښوونه وکړي. د دغو اصولو ته بېرته  ستنېدل، لکه یووالی، ټولنیز عدالت او د خلکو د حقوقو پاملرنه، د اسلامي ټولنې د پرمختګ او پيوستون  په لور هدایتولی شي.

د معتبرو تاریخي سرچینو لکه د ابن هشام سیره او طبقات الکبری له مخې، رسول اکرم (ص) د هجري یوولسم کال په صفر ې میاشت کې د ناروغۍ د زیاتیدا له امله ورو  ورو د خلکو په مینځ کې د شتون توان نه درلود. خو په دې شپو ورځو کې تر ټولو څرګنده خبره د هغه بې‌نظیره اخلاق‌مداري وه. رسول اکرم (ص) حتی د ناروغۍ په بسترې کې هم په مهربانۍ او تواضع سره له خپلو نږدې کسانو او ملګرو سره چلند کاوه او یوه شیبه هم د امت له اړتیاوو غافل نه شو.

یو  د غور وړ ټکی دا دی چې د اسلام ستر رسول (ص) تر وروستیو شیبو پورې د ټولنې د رهبر  مسؤلیت پرې نه ښود. حتی د ناروغۍ په حالت کې ئې  اسامه د لښکر او ځینو حکومتی چارو په اړه مهمې لارښوونې صادرې کړې چې د ټولنیز عدالت او د خلکو د حقوقو د ساتلو په اړه د هغه ژوره ژمنتیا ښئي. رسول اکرم (ص) تل په برابرۍ او دتوپیر په له مینځه وړلو ټینګار کاوه او په دې شپو ورځو کې ئې هم د ټولنې د بېلابېلوپرګنو، په تیره بیا  د  کمزورو او بې‌وځلو د عزت ساتلو په اړه سپارښتنې وکړې او له خلکو سره د نږدېوالي یوه بې‌ساري نمونه  وړاندې کړه.

د رسول اکرم (ص) د ژوند وروستۍ شپې ورځې د حکیمانه نصیحتونو او سپارښتنو څخه ډکې وې. هغه په دې حساسو شیبو کې نه یوازې حکومتی مسائلو ته پاملرنه کوله، بلکې د مسلمانانو د یووالي او یو بل ته د احترام په ټینګار سره، د وفاق او همدلۍ تخم ئې په ټولنې کې وپاشه. د هغه وصیتونه د اهل بیت (ع)، قران کریم او د امت د یووالي د ساتلو په اړه،  هغه ژور لید ښئي چې هدف ئې د یوې متحدې او عادلانه ټولنې رامنځته کول وو.

رسول اکرم (ص) د خپل کریمانه او مهربان  چلند او د خلکو مادي او معنوي اړتیاوو ته په پاملرنې سره، زړونه  خپل کړي وو.

  قران او عترت  ته بېرته  ستنېدل

 قران او عترت ته بېرته ستنېدل اړین دي، کوم چې رسول اکرم (ص) د ثقلین په نوم معرفي کړي دي. دا دواړه  داسې ګران بیّه ملغلرې  دي چې  اسلامي امت  د  تفرقې او اختلاف له ګړنګ څخه  ژغورلی شي. همدارنګه، د رسول اکرم (ص) سیرت د خلکو د حقوقو، په ځانګړې توګه د کمزورو پرګنو، ښځو او بې‌وځلو په اړه د پاملرنې په برخې کې، باید د ټولنیزو سیاستونو د جوړولو لپاره سرمشق وګرځي. هغه د یوې عادلانه او په یوه زړتوب  ولاړې فضا په رامنځته کولو سره وښودل چې ټولنیز عدالت او وفاق د یوې ټولنې د سعادت اساس  دي.

https://iqna.ir/fa/news/4300657

captcha