IQNA

د؛باب المردوم ؛ جومات په اسپانیا کې ددینونو د ګډ سوله ایز ژوند سمبول(فیلم)

10:51 - September 02, 2025
د خبر لمبر: 3491639
ایکنا- په اسپانیان کې د کریسټو دلالوز جومات(Cristo de la Luz)  چې  باب المردوم جومات هم مشهور دی ، په دغه هیواد کې د اسلامی معمارئ  په یوه شاهکار او د اسپانیا په جنوب لویدیځ کې  په تولدو تاریخي ښار کې د دینونو د کلتوری ګډ سوله ایز ژوند بیلګه دی.

یکنانیوز راپور راکوي،  کریسټو ډلا لوز(Cristo de la Luz)جومات  په اسپانیا کې د  اسلامی معمارئ یو شاهکار او د اسپانیا په جنوب لویدیځ کې په تتولدو تاریخي ښار کې  د کلتوری ګډ ژوند او پيوستون  یوترټولو غوره مثال دی.

 دغه جومات په ۹۹۹ میلادي کال کې د قرطبه خلافت د حکومت په پړاؤ کې  جوړ شوی دی. ددغه جومات اصلي نامه ؛باب المردوم؛ جومات دی

دا داسې مقام دی چې په دغې سیمې کې د ټولو دینونو د پیروکارو لپاره د سوله ایزګډ ژوند یو مثال وړاندې کوي او  ددغه جومات په برکت سره د دینونو د پیروکارو ترمینځ مینه  او محبت  او سره ګډ سوله ایز ژوند د اروپا په تیره بیا د اسپانیا ددرست ولس لپاره یو مثال کیدلی شي.

دا جومات کابو ۸  مربع میټره کوچنۍ داخلي فضا لري او د قرطبه په څیر لویو جوماتونو برعکس، دا ودانۍ د کوچنیو غونډو لپاره ډیزاین شوې ده. دا جومات د څلورو ستنو په واسیله په ۹ برخو ویشل شوی دی. هره برخه یو ځانګړی  برانډه لري چې د اسلامي هنر دډولوالي سمبول ده.  د ودانۍ بهرنئ برخه ساده ده، له سرو او سپینو تیږو سره چې له داخلي فضا سره ښکلی تضاد لري. دیوالونه د  خښتو نقاشیو او کوفي خطونو سره سینګار شوي دي. مرکزي  برانډه  د نورو په پرتله لوړه ده   او د ګنبد رول لوبوي.

د هسپانیا د ډیری جوماتونو برعکس چې په بشپړه توګه ویجاړ یا بیا جوړ شوي، دغې ودانۍ خپل اصلي جوړښت ساتلی دی. د جومات شاوخوا انګڼ په باغونو سره ښکلی شوې چې د ټولدو  ښار  یو ښکلی منظر وړاندې کوي او لیدونکي د تیر تاریخي  وخت په لور بیائي.

د کریسآو دلا لوز جومات نه یوازې په هسپانیا کې د اسلامي معمارۍ د هنر شاهد دی، بلکې د کلتورونو د متقابل عمل یو تاریخي سمبول هم دی. د پیړیو په اوږدو کې د دغې ودانۍ ساتنه دا د هسپانیا  یوه سیاحتي خزانه ده.

ایکنانیوز ددغه ګډ سوله ایز ژوند د بیلګې جومات په باب یو ویډیوئي کلیپ ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړانډې کوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4297305

captcha