IQNA

په امام خمینی حسینیې کې د پیغمبراکرم(ص) او امام صادق(ع) دنیکمرغه زوکړې دستورې

13:26 - September 11, 2025
د خبر لمبر: 3491693
ایکنا- د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد مصفطی(ص) او د  حضرت امام جعفر صادق (ع) د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره په یووخت  پرون په امام خمینی امامباړې کې د اسلامی امت ددغه لوي اختر ولولناکې دستورې ترسره شوې.

ایکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام  ددفتر د ا طلاع رسونې د څانګې له قوله راپور راکړ، په دغو دستورو کې چې  له درست هیواده د دولس ورځنئ تپلي  جګړې  د  یوشمیر شهیدانو کورنیو،مختلفو خلکو، د اهل بیت علیهم السلام دنړیوالې ټولنې  مشر حجةالاسلام اختری ، د اسلامی وحدت د نړیوال کنفرانس میلمنو پکې شتون درلود، په دغو دستورو کې د اهل بیت علیهم السلام  د نړیوالې ټولنې د لوړې شورا مشر حجةالاسلام اختري پخپلې وینا کې  د ربیع الاول  دمیاشتې په تیره بیا د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه میلاد د یو زر پنځه سومې کلیزې  ته په اشارې سره ، په اوسنیو شرائطو کې د اسلامی نړۍ ترټولو لوي  او مهم مشکل د حضرت محمد مصطفی(ص) د شخصیّت بشپړ نه پیزندګلوي  وبلله او وې وئيل،  د اسلام د دین دټولنیزو او وګړنیزو  اړخونو بیانول ، د اسلامی ټولنې یوه ترټولو مهمه دنده ده.

د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د لوړې شورا مشر په دې خبرې په ټينګار سره  چې د فلسطین موضوع او په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  جنایتونه   د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه مسئله ده ،زیاته کړه، په اوسنیو شرائطو کې د مسلمانانو دنده  د ظالمانو او ستمګرو په وړاندې ټينګه دریدا او د اسلامی حکومتونو  دنده ، له وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم سره  د هر ډول ارتباط غوڅول دي.

 په دغو دستورو کې  د پیغمبر اکرم (ص) او  امام جعفر صادق (ع) په  ستاینې او مدحه کې د نعتونو او مداحئ  په ترسره کیدا  سره  حمید رمضان پور  ددغې نیکمرغه زوکړې په مناسبت  د عقیدت ګلونه وړاندې کړل.

https://iqna.ir/fa/news/4304414

captcha