IQNA

په  تایلیند کې د قرآن کریم د حفظ د ملي سیالیو دویم  پړاؤ ترسره شو

11:57 - September 15, 2025
د خبر لمبر: 3491708
ایکنا - د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او لارښوونې وزارت په هڅو سره د قرآن کریم د حفظ  د ملی سیالۍ دوهم پړاؤ  په تایلند کې ترسره شو.

 ایکنانیوز  د شاهد الان  له قوله راپور راکوي، دا سیالۍ د تایلینډ د شیخ الاسلام دفتر او د بانکوک د اسلامي کلتوري مرکز په ملګرتیا سره د تایلیند له ګوټ ګوټ څخه د هغو  ګڼ شمېر ښځو او نارینه ؤ ګډون کوونکو په شتون کې جوړې شوي چې شمېر ئې له ۳۰۰ زیات و.

د بانکوک «میرئټ» هوټل د دغو سیاليو کوربه و او د تایلینډ چارواکي، عربي او اسلامي هېوادونو سفیران او ځینې د تایلینډ سیاسي او اسلامي شخصیتونه د دغو سیاليو په پاي کې په پایزې  غونډې کې ګډون وکړ.

دا سیالۍ د جمعې په ورځ د وږي یا سنبلې د میاشتې په    ۲۰    حتی تایلینډي مسلمانان  د قرآن کریم حفظ ته هڅوي او په دې برخې کې د سیالۍ فضا رامینځته کول د دغې پېښې د جوړولو موخه وه.

د تایلینډ چارواکو په  اختتامي غونډې کې په خپلو خبرو کې، د سعودي عربستان د اسلامي فعالیتونو او قرآني حافضانو د ملاتړ په هڅو کې د مننې تر څنګ، ټینګار وکړ: سعودي عربستان د میڼځ پلویتوب  پیاوړي کولو او اسلام او مسلمانانو ته په  خدمت کې له لومړنیو هېوادونو دی.

د سیاليو کې په پاي کې جایزې او یادګاري شیان  غوره ګډون کوونکو ته ورکړل شول او ګډون کوونکو سره یو ځای عکسونه اخیستل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4304710

captcha