ایکنا نیوز، د عربي ۲۱ چینل په حواله راپور راکوي، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د حماس غورځنګ د مشر خلیل الحیه د زوي، شهید همام الحیه د ترتیل تلاوت یو انځوریز کلیپ خپور کړی دی، چې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د وخت د مشر شهید اسماعیل هنیه د کورنۍ د غړو او لمسیانو د ترحیم په مراسمو کې ترسره شوی دی.
همام الحیه، چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د صهیونیستي رژیم په وروستي برید کې شهید شوی، دا تلاوت ئې د شهید اسماعیل هنیه د کورنۍ د هغو غړو او لمسیانو د ترحیم په مراسمو کې په ترتیل ډول ترسره کړی دی ، چې صهیونیسټانو تېر کال په جولائی میاشت کې په ایران کې ترور او شهید کړی ؤ.
د حماس دا شهید د بقرې سورې ۱۵۴ تر ۱۵۷ آیاتونه «وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ، وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ، الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ، أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ» د شهداؤ په اړه په دغو مراسمو کې، چې پلار ئې هم شتون درلود، تلاوت کړي دي.
د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د جمعې په ورځ اعلان کړی چې د غزې د حماس مشر او د دې غورځنګ د خبرو اترو د پلاوي مشر، خلیل الحیه، چې صهیونیسټي رژیم ئې د ترور ادعا کړې وه، له امنیتي تدابیرو وروسته په قطر کې د دوحې د ترهګریز برید د شهیدانو، په شمول د هغه د زوی همام الحیه، پر جنازو د مړي لمونځ ادا کړ.
همام الحیه تېره سه شنبه (د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۱۸ ) د تلابيب د ترهګریز برید په پایلې کې د نورو څلورو کسانو سره په دوحې کې شهید شو.
https://iqna.ir/fa/news/4304958