IQNA

  د دوحې د غونډې په پاییزې اعلامیې کې د صهیونیستي رژیم غندنه شوې

6:38 - September 17, 2025
د خبر لمبر: 3491723
ایکنا - د دوحې د غونډې په پاییزې بیانیې کې د صهیونیسټي رژیم له خوا پر قطر برید په کلکه غندل شوی او د سولې د هڅو په ملاتړ ټینګار شوی دی.

 ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور  راکړی، د عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو د دوحې په غونډې کې پر قطر د صهیونیسټي رژیم وروستی برید په کلکه وغند او دا ئې «بزدلانه او غیرقانوني یرغل» وباله چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی.

په بیانیې کې ټینګار شوی: پر یوه بې‌پلوه ځای برید، چې په غزې کې د کړکېچ د حل لپاره د مینځګړیتوب رول لوبوي، نه یوازې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د سولې د نړیوالو هڅو مخه ئې هم نیولې ده.

د عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو له قطر سره «بشپړه پیوستون » اعلان کړ  او د صهیونیسټي رژیم د دغه یرغل په وړاندې د قطر د هر ډول اقدام ملاتړ ئې وکړ. همدارنګه ئې د قطر د «متمدن او هوښیار» غبرګون ستاینه وکړه.

بیانیه د قطر، مصر او امریکا د مینځګړیتوب هڅو ملاتړ کوي چې د غزې پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د یرغلونو د بندولو لپاره روان دي او د دوحې د رغنده رول ستاینه کوي.

په بیانیې کې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو د توجیه هر ډول هڅې رد شوې او د دغه رژیم له خوا پر قطر د نورو احتمالي بریدونو ګواښونه غندل شوي دي.

د غونډې ګډونوالو خبرداری ورکړی چې د دغو بریدونو اصلي موخه د مینځګړیتوب رول کمزوری کول او د غزې پر وړاندې د یرغلونو د بندولو مخنیوی دی. دوي د صهیونیستي رژیم د هغو طرحو پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ چې پر سیمې نوې واقعیتونه تپي  او د عربي او اسلامي هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

بیانیه د صهیونیستي رژیم هغو پالیسیو هم غندنه کړې چې په غزې کې ئې بې‌ساري بشري ناورین رامنځته کړی، د فلسطینیانو د جبري کوچولو هر ډول هڅې ئې ناقانونه وبللې او د اسرائیلو د احتمالي پرېکړو په اړه، چې د نیواکي ټاټوبو  یوه  برخه ونیسي، د خطرناکو پایلو خبرداری ئې ورکړ او د نړیوالې ټولنې له خوا د اسرائیلو د پرله‌پسې یرغلونو د بندولو لپاره ئې د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.

د غونډې مشرانو له سزاګانو د اسرائیلو   خوندیتوب پای ته د رسولو د هڅو ملاتړ وکړ او د دغه رژیم د ملګرو ملتو د غړیتوب دځنډولو لپاره ئې د همغږۍ پر اړتیا  ټینګار وکړ. همدارنګه یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د «نیویارک اعلامیې» د تصویب هرکلی وکړ، چې د دوحکومتي حل ملاتړ کوي، او د صهیونیسټي رژیم له خوا له اسلام څخه د ویرونې د پروسې  د ناوړه استفادې مخالفت اعلان کړ، چې د بشري حقونو د سرغړونو د توجیه لپاره کارول کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4305243  

captcha