ایکنا نیوز د العداله الیوم له قوله راپور راکوي،د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې د جوماتونو شاوخوا ساحې سهار وختي داسې پیل شوې چې د دوي د دروازو مخې ته د خنځیر سرونه کیښودل شوي وو.
دا کړنه په فرانسوي حلقو کې د مذهبي باورونو، په تیره بیا د اسلامي باورونو په وړاندې د پراخې کرکې نښه ده.
دا پېښه لومړنۍ نه ده چې ثبت شوې، بلکې له دې وړاندې هم ورته څو پېښې رامنځته شوې دي. خو هغه څه چې دا پېښه جلا کوي، دا ده چې دا د فرانسې په تاریخ کې د اسلام ضده پروسې د بې مخینې زیاتوالي په چوکاټ کې رامینځته شوې، چې د سیاسي او رسنیزو لسمؤنکو ویناؤ له امله نوره هم لمسؤل شوې ده.
دا پېښه د فرانسې د عمومي فضا انعکاس ښئي، چې د مذهبي سمبولونو د سپکاوي او د عامه احساساتو د ناوړه استفادې له لارې د کرکې خپرولو له امله مشخصه ده.
د سور یا خنځیر د سر کارول تصادفي نه دي؛ بلکې دا د فرانسې د اوسیدونکو مسلمانانو د احساساتو د داغي کولو لپاره یوه قصدي هڅه ده. دا کار د دوي د عبادت او په درناوي، امنیت او خوندیتوب فضا کې د هغو د ترسره کولو د حق خلاف ورزي کوي.
دا واقعیتونه او هغه صدمه چې ددغو کسانو پر مسلمانانو وارده کړې، نشي کولی د شخصي او بېهمغږۍ کړنو له زاویې وڅېړل شي. بلکې باید د هغه کلتوري او رسنیز چاپېریال له زاوئې ورته وکتل شي چې دا کړنې، د بشري حقونو خلاف ورزي کونکي او د کرکې او افراطیت لسمؤنکي کړنو ته رواوالی ورکوي او مني ئې.
دوامداره بریدونه او محدود غبرګونونه د فرانسې د مسلمانانو د وګړیتوب د مقام په اړه پوښتنې راپورته کوي او د مسلمانې ټولنې د غړو ترمنځ د زیاتېدونکي اندېښنې احساس رامنځته کوي، چې ورځ تر بلې زیاتیږي.
په دې اړه اساسي پوښتنه دا ده چې آیاد فرانسې جمهوریت د خپلو ارزښتونو د ساتنې او افراطیت پر وړاندې د مبارزې توان لري او که نه ؟
https://iqna.ir/fa/news/4305426