IQNA

په اردن کې د ښځو د قرآني سیالیو لپاره نوم‌لیکنه پیل شوه

11:49 - September 18, 2025
د خبر لمبر: 3491731
ایکنا - د اردن د اوقافو وزارت د دغه هېواد د هاشمي قرآن حفظ د یوویشتم پړاؤ  د سیالیو لپاره د نوم‌لیکنې د پیل خبر ورکړ.

 ایکنانیوز د  altaj.news  له قوله راپور راکړی، دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: دا سیالۍ به په اوو برخو کې، د ټول قرآن حفظ، ۲۵ پرله‌پسې اجزاء، ۲۰ پرله‌پسې اجزاء، ۱۵ پرله‌پسې اجزاء، ۱۰ اجزاء، پنځه پرله‌پسې اجزاء او د یو جزء یا سپارې د  حفظ په برخو کې ترسره شي.

په دغو سیالیو کې به له ۸ څخه تر ۳۰ کلونو پورې بېلابېل عمر لرونکي میرمنې  برخه واخلي او هره برخه د   د مختلفو عمر لرونکو  لپاره ده.

په دغو سیالیو کې نوم‌لیکنه د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر تر ۱۵مې (د روان کال د تلې ۲۳مه) پورې دوام لري او د «https://h-qran-c.awqaf.gov.jo/»  ویب‌سایټ له لارې ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې د هاشمي قرآن سیالۍ په اردن کې کلنۍ قرآني سیالۍ دي چې په ملي او نړیواله کچه په دغه هېواد کې ترسره کېږي.

دا سیالۍ، چې د اردن د پاچا او د اوقافو، چارو او اسلامي مقدساتو د وزارت تر څارنې لاندې ترسره کېږي، لومړی ځل په ۱۹۹۳ کال کې پیل شوې.

دا سیالۍ په دوو برخو، د ښځو او نارینه‌وو لپاره ترسره کېږي او د قرآن حفظ او تلاوت ته وده ورکول، په ځانګړي توګه د ځوانانو په منځ کې د کلام وحي ته پاملرنه په خپل کاري پلان کې لري.

https://iqna.ir/fa/news/4305325

captcha