ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپورراکړی، «دوه حکومتي حل لاره» نومې غونډه،چې د فرانسې او عربستان لخوا د ډیری هېوادونو د مشرانو په ګډون کې، د فلسطین د خپلواکه دولت د رسمیت پېژندلو لپاره، د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۳۱ په نیویورک کې جوړه شوه.
دا غونډه د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون،له وینا سره پیل شوه. هغه وویل: نن مونږ سره راټول شوي یو ځکه چې وخت راغلی چې ۴۸ بندیان چې حماس ئې په لاس کې لري، خلاص شي او په غزې کې جګړه پای ته ورسېږي. نور مونږ ډېر انتظار نشو کولی چې د فلسطین دولت رسمیت وپېژندل شي.
هغه زیاته کړه: په فلسطین کې د یوه عربي دولت جوړولو ژمنه تر اوسه پوره شوې نه ده.
عربستان سعودي: نور هېوادونه د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو لپاره هڅوو
د سعودي عربستان واليعهد، محمد بن سلمان، د دوشنبې شپې په یوې اعلامیې کې چې د «دوه دولتي حل لاره» نومې غونډې کې ئې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان لخوا ولوستل شوه، اعلان وکړ: د دوه دولتي حل لاره غونډه د سولې د ترلاسه کولو لپاره یو تاریخي فرصت دی.
محمد بن سلمان زیاته کړې: اسرائیل لا هم په غزې کې نسل وژنې او وحشي جنایتونه کوي او په لوېدیځي غاړه او قدس شریف کې ئې یرغلونو دوام موندلي دي.
هغه وویل: د دوه دولتي حل لاره د سولې ترلاسه کولو یوازېنئ لاره ده او مونږ نور هېوادونه د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو لپاره د یوه تاریخي ګام اخیستلو پيل کوو.
پاکستان په فلسطین کې د عادلانه او دوامداره سولې ترلاسه کولو ژمن دی
د پاکستان خارجه وزیر او د لومړی وزیر مرستیال سناتور محمد اسحاق ډار، هم په دې غونډه کې د فرانسې، برتانیې، آسټرالیا، کاناډا او پرتګال لخوا د فلسطین د رسمیت پېژندلو هرکلی وکړ او له هغو ټولو هېوادونو ئې غوښتنه وکړه چې لا ئې هم فلسطین په رسمیت نه دی پېژندلی، چې د نړیوالو قوانینو سره سم د خپلې ژمنې په لاره کې ورته ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا ځل هم د ۱۹۶۷ دمخه د پولو پر بنسټ د یوه خپلواکه، دوامداره او یوځای فلسطینی دولت جوړولو ملاتړ وکړ، چې د ملګرو ملتونو او د اسلامي ملګرتیا موسیسې د اړوند پریکړه لیکو او نړیوال مشروعیت سره سم ئې قدس شریف پلازمینه وي،.
د جنوبي افریقای ولسمشر، سیرل رامافوسا،چې د هغه هېواد د اسرائیلو پر ضد په نړیوالو محکمو کې شکایت کې لومړی ګام اخیستی، په نیویارک کې ئې د دوشنبې شپې په «دوه دولتي» نومې غونډه کې وویل: د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غواړو چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
د ترکیه ولسمشر، رجب طیب اردوغان، هم په خپله وینا کې وویل: د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو په لاره کې هغو ټولو هېوادونو ته مبارکي وایم، ځکه چې د عدالت غږ درناوی ئې کړی دی.
د پرتګال ولسمشر، مارسلو ربلو دی سوسا، د لیزبون له خوا د فلسطین د رسمیت پېژندلو پریکړې په دفاع کې وویل چې دا ګام د سولې د رسمیت پېژندل دي.
د پرتګال ترڅنګ، انګلستان، آسټرالیا او کاناډا هم د یکشنبې په ورځ په یوه تاریخي ګام کې، چې د لویدیځ او اسرائیلو ترمنځ د ګډوډیو د زیاتېدو انعکاس دی، خپلواکه فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلی دی.
د فلسطین دولت جوړول جایزه نه ده، بلکې یو حق دی
د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټرش په نیویورک کې په «دوه دولتي» نومې سمینار کې چې د فرانسې او عربستان سعودي لخوا اداره کېږي، وویل:د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ د هغه څه لپاره هیڅ توجیه نشته چې څه پېښ شوي وو او همدارنګه د فلسطینیانو د ډله ایزې سزا لپاره هیڅ توجیه نشته. مونږ په غزې کې د اوربند فوري او دایمي پای غواړو.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې آنالینا بائربوک، د دوشنبې شپې په «دوه دولتي حل لاره» غونډه کې وویل: یو خپلواکه او دوامدار فلسطیني دولت باید جوړ شي.
د اردن پاچا عبدالله دوهم هم په دې غونډه کې وویل: هر هېواد او هر قوم دا حق لري چې د هغه غږ واورېدل شي او مونږ نن د عدالت لپاره خپل غږ پورته کوو.
د اردن پاچا هم زیاته کړه: مونږ له ټولو هغو حکومتونو څخه مننه کوو چې د فلسطین دولت رسمیت یې پېژندلی دی او اوس مونږ باید هڅې وکړو چې ټول هغه ګامونه ودروو چې د دوه دولتي حل لاره کمزورې کوي.
اسرائیلو پر بایکاټولو د برازیل ټینګار
د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دی سیلوا، د اسرائیلي رژیم د بایکاټولو په غوښتنې کې وویل چې غزې جګړه د فلسطینیانو د خلکو د ویزې او د فلسطین د دولت د جوړولو د خوب د له مینځه وړلو هڅه ده.
د موناکو شاهزاده، آلبرټ دوهم، د سه شنبې په سهار اعلان وکړ چې دا اروپایي هېواد فلسطین په رسمیت پېژني.
وروستۍ اعلامیه
په نیویارک کې د دوه حکومتي حل لارې نومې سمینار په پایزې اعلامیه کې ټینګار شوی چې په غزې کې د جګړې پای ته رسول او د ټولو اسرائیلی بندیانو د خوشی کیدا ډاډمنول لا هم د لومړیتوبونو په سر کې دي.
همدارنګه له ټولو هېوادونو غوښتنه شوې چې د «نیویورک اعلامیې» د چټکې پلي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
https://iqna.ir/fa/news/4306565