ایکنانیوز د ملت کور خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف، پرون سهار، د تلې د میاشتې په لومړۍ نېټه ،د زده کړې د کال په لومړۍ ورځ کې د تهران په فاطمیون نجونو ښوونځي کې د زده کوونکو په ټول کې، ټولو زده کوونکو او ښوونکو ته دنوی کال د زده کړې د پیل په مناسبت مبارکۍ ورکړه او د ایران د اسلامي جمهوریت په راتلونکي کې د نجونو د رول په اړه ئې ټینګار وکړ: د هېواد راتلونکی ستاسو په لاس کې دی. تاسو نه یوازې د ټولنې د راتلونکو میئندو په توګه مهم رول لرئ، بلکې کولی شئ په بېلابېلو برخو کې ټولنې او هېواد ته خدمت وکړئ.
هغه پر دې پر ټینګار سره چې د انسانانو روزنه تر ټولو مهم مسؤلیت او د خلقت فلسفه ده، وویل: باید ټینګار وکړم چې نن ورځ مونږ مسؤلان باید ستاسو نجونو ته د رول جدي او بنسټیز پام ولرو.
قالیباف د ښوونکو او مديرانو له هڅو څخه د نوي نسل د روزنې لپاره قدرداني وکړه او زیاته ئې کړه: امام خمینی (ره) فرمایلي دي چې د ښوونکو کار د نبیانو چاره ده، له همدې امله ښکاري چې په ښوونځیو کې تعلیم او روزنه د هېواد د ودې او راتلونکي بنسټ جوړوي.
د اسلامي شورا مشر په پای کې د هېواد د اوسني امنیت یادونه وکړه او د وروستۍ ۱۲ ورځنئ جګړې ته ئې اشاره وکړه: د وسلوالو ځواکونو او خلکو امنیت او پیاوړتیا، د مقدسې دفاع د پړاؤ برکت او د هغه د پیاوړتیا روحیه ده او مونږ ټول دنده لرو چې دا پیاوړتیا او یووالی وساتو.
https://iqna.ir/fa/news/4306705