د ایکنا د راپور له مخې، چې د آناتولي خبري اژانس له قوله لیکل شوی، د جمعې په ماښام ، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په اتیایمې ناسته کې بنیامین نتانیاهو وینا وکړه؛ دا غونډه له خالي څوکیو سره مخ شوه او د غونډې ډېری غړي هېوادونه او ګډونوال د صهیونیستي رژیم د غزې په جګړه کې د جنګي جنایتونو پر وړاندې د اعتراض په توګه له تالاره ووتل.
ځینو مظاهره چیانو د ودانۍ په دروازه کې د ننوتونکو پلاؤ په وړاندې غبرګون وښود او پوښتنه ئې وکړه: «ولې غواړئ د نتانیاهو خبرې واورئ؟»
کله چې نتانیاهو وینا کوله، ایراني پلاوی له هاله ووت او د ایران پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې د وژل شویو عامو خلکو انځورونه ئې پر مېز کېښودل.
نتانیاهو په خپلو بېارزښته خبرو کې د غزې، لبنان، یمن او سورئې پر وړاندې د دغه رژیم بریدونو ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې ایران د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی او پر ایران باندې د دوي بریدونه روا دي.
د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر، چې د هیګ د اپیل محکمې له خوا د جنګي جنایتکار په توګه پېژندل شوی، په ملګرو ملتونو کې د خپلو ادعاوو په دوام وویل: «که حماس زمونږ غوښتنو ته غاړه کېږدي، جګړه همدا اوس پای ته رسېږي. غزه به غیرپوځي او بېوسله شي، اسرائیل به بشپړ امنیتي کنټرول ترلاسه کړي او په غزې کې به د خپلو اوسیدونکو له خوا یوه غیرپوځي اداره جوړه شي چې له اسرائیلو سره به په سولې کې وخت تیروي. په غزې کې زمونږ کار لا پای ته نه دی رسیدلی.»
د نتانیاهو د وینا پر مهال په نیویارک کې د فلسطین د بیرغ پورته کول
د الجزیرې د راپور له مخې، د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر د وینا پر مهال، په نیویارک کې د فلسطین پلوي اعتراض کونکو د اسرائیلي پلاوي پر وړاندې شعارونه ورکړل او د فلسطین بیرغ ئې پورته کړ.
مظاهره چیانو له فلسطینیانو سره د پيوستون په څرګندولو سره له امریکا غوښتنه وکړه چې اسرائیل ته مالي او وسلوتلې مرستې بندې کړي.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بېځایه خبرو ته سخت غبرګون وښود.
د نتانیاهو هغه خبرې، چې په غزې باندې د تسلط او هلته د یوې لاس پوڅي ادارې د جوړولو هڅې ئې یادې کړې، یوازې یوه ځلوب دی او هیڅکله به واقعیت ونه مومي. فلسطیني ملت بپه کرتو خپل استقامت او د هر ډول نیواک او اړوندوالي د ردولو په اړه خپل تعهد ثابت کړی دی.
په قدس پلازمینې سره د فلسطین د خپلواکه حکومت تاسیس یو اصیل او نه انکاریدونکی حق دی او د نیواکګرو جنایتونه او د هغوی فاشیستي سیاستونه هیڅکله دا حق له منځه نشي وړلی.
https://iqna.ir/fa/news/4307170