IQNA

په ملایشیا کې د لومړي حلال ټوریسټي  نندارتون جوړېدا

6:43 - October 01, 2025
د خبر لمبر: 3491798
ایکنا - د ملایشیا د سفرو او سیل د تنظمیونو او اورګانونو  ټولنه، په کوالالامپور کې د مسلمانانو لپاره د مناسبو سفرونو لومړنی نندارتون جوړوي.

 ایکنا نیوز، د travelweekly په حواله راپور راکوي، د ملایشیا د سفري او سیاحتي  ایجنسیانو  ټولنې (MATTA) د مسلمانانو لپاره د مناسبو سفرونو (MFTF) د لومړي نندارتون تفصیلونه اعلان کړي چې د اکتوبر ۱۸ او ۱۹   د کوالالامپور په نړیوال تجارتي مرکز کې جوړېږي.

دا ټولنه وايي چې  دا نوښت د ټوریزم او سفرونو  په صنعت کې  د ماډرنوالي پشمول  د MATTA   په ژمنتیا کې یو مهم ګام دی  او د حلال ټوریزم  هغه برخه روښانوي  چې په چټکۍ سره وده کوي.

دا نندارتون به ۱۱۵ سټالونه ولري چې د اجازې لرونکو سفري او سیاحتي  ادارو  او نورو سیاحتي فعالانو لخوا جوړېږي.

MATTA وائي چې دا نندارتون د ټولو هغو مسافرانو لپاره متمرکز  او هدفي تجربه چمتو کوي چې د مسلمانانو له ارزښتونو سره همغږې ځایونو، محصولاتو او خدمتونو سره ګروهنه  لري.

د دې ادارې په وینا، مهم ټکی دا دی چې MFTF د مسلمانو  مسافرانو پورې محدود نه دی. دا نندارتون د ټولو هغو لیدونکو لپاره ډیزاین شوی چې د کلتوري احترام، کورنۍ او د لاسرسي وړ سفري انتخابونو په لټه کې دي.

هغه زیاته کړه: مونږ همدا راز ویاړوو چې معتبر ې ادارې   لرو چې عمره او حج پېکجونه وړاندې کوي او مسافرانو ته دا امکان ورکوي چې په باور او آرامښت سره خپل  مذهبي فرضونه ترسره کړي.

دا نندارتون به د اکتوبر ۱۸ او ۱۹،یعنی د شنبې او یکشنبې،   له سهار ۱۰ بجو د   شپې تر  ۹ بجو پورې  د عامه خلکو  لپاره خلاص وي.

https://iqna.ir/fa/news/4307746

captcha