IQNA

کردستان؛ د اوقافو د ادارې د قرآني سیالیو د اته‌څلویښتم پړاؤ کوربه‌توب ته چمتو دی

17:13 - October 02, 2025
د خبر لمبر: 3491799
ایکنا - د ایران د کردستان ولایت د اوقافو او خیریه چارو اداره د قرآن کریم د اته‌څلویښتم پړاؤ د عمومی سیالیو د کوربه‌توب لپاره چمتو شوې ده.

د ایکنا د راپور له مخې، نن سبا شپې ورځې د ایران د اسلامی جمهوریت د سنندج ښار، د سینګار شوو کوڅو او په کې په حاکمې معنوي فضا سره، د هېواد د یوې تر ټولو سترې قرآني پیښې د کوربه‌توب لپاره چمتو دی. د کردستان ولایت به د تلې د میاشتې له ۲۶ څخه د لړم دمیاشتې تر ۶ پورې د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآن کریم د اته‌څلویښتم پړاؤ د عمومی سیالیو کوربه وي؛داسې پیښه چې نه یوازې د قرآن مینه‌وال، بلکې د دغه ولایت ټول خلک د دې پیښې د نوراني میلمنو هرکلي ته رابولي.

له درست ایرانه ۴۵۰ ګډونوال به د سنندج د سیالیو په تالارونو کې په بېلابېلو قرآني برخو کې سیالي وکړي. د دغو قرآني سیالیو سره هم‌مهاله، د ولایت په بېلابېلو برخو کې به له ۲۰۰ زیاتې معنوي غونډې او کلتوري نندارتونونه جوړ شي څو د قرآن معنوي فضا د کردستان په هر ګوټ کې خپره شي.

سنندج ښار، چې د خپل ښکلې طبیعت، بډایه کلتور او میلمه‌پالو خلکو لپاره پیژندل کېږي، دا شپې ورځې ئې یوه نوی بڼه غوره کړې ده؛ له جوماتونو او کلتوري مرکزونو څخه رانیولې تر کوڅو او ښاري فضاګانو پورې، ټول د یوه غوره کوربه‌توب لپاره چمتو شوي دي.

د کردستان د اوقافو او خیریه چارو د عمومي ادارې د مشر په وینا، د ولایت د غوره قاریانو لپاره به ځانګړې هڅوونکې پیکیج لکه د ځمکې ورکول په پام کې ونیول شي څو د ځاي قرآني وړتیاؤ د ودې او غوړېدو لپاره لا زیاتې هڅونې رامنځته شي.

همدارنګه، نړیوال نامتو قاریان، په تیره بیا له مصر څخه مشهور قاریان، به په دې پړاؤ کې شتون ولري او د خپلو روح‌یه ورکونکو تلاوتونو سره به قرآني محفلونه سینګار کړي.

مسئولین د خلکو پر پراخ ملاتړ او د اجرایوي ادارو پر پراخې ملګرتیا ټینګار کوي او باور لري چې دا سیالۍ د کردستان ولایت د قرآني او کلتوري ظرفیتونو د ښودلو لپاره یو تاریخي فرصت دی.

https://iqna.ir/fa/news/4307927 

captcha