IQNA

د طوفان الاقصی عملياتو د دويمې کليزې څپې

د قرآن حفظ؛ د غزې د مظلومو کډوالو  د ايمان او اميد سرچشمه

13:59 - October 04, 2025
د خبر لمبر: 3491804
ایکنا - د طوفان الا قصی د عمليات پيل کابو  دوه کاله تېر شوي دي او په دغو دوو کلونو کې مونږ د صهیونیسټي غاصب رژیم له خوا تر ټولو وحشيانه بشري غمیزې ليدلي دي، خو د هغوی د وحي د کلام په سيوري کې د غزې خلکو قرآن سره نزديکت  د دوي  مقاومت  او هیلې  ساتلي دي.

د ایکنانیوز په راپورسره سم، د طوفان الا قصی عملياتو دویمه کلیزه  د ميزان د میاشتې په  ۱۵ ، یعني  د ۲۰۲۵  کال  د اکټوبر په  ۷  سره سمون خوري. داسې عمليات چې د صهیونیسټي  غاصب او ماشوم وژونکي رژيم ته د ټپونو پلمه  ورکړه، چې له امله ئې  کابو دوو کلونو کې په غزه کې تر ټولو وحشيانه بشري جناياتونه  ترسره کړي تر دې  چې دوه کاله وروسته، له ۶۵ زرو څخه زیات بې ګناه  فلسطنیان چې ډېر ئې ښځې او ماشومان وو، شهيدان شوي دي.

له دې ټولو مصيبتونو سره سره، د غزې خلک لا هم هوډمن او مقاوم ولاړ دي او بې شکه يو له دې هوډمنه روحيې عواملو څخه  له قرآن د  او د وحي کله لام سره  د دوي نزديکت  دي.  

 د «صَـفوَةُ الحُفّاظ» پېښه؛ د کلک هوډ او وسپنیزې ادارې ځلا!

د غزې  اوسیدونکو له قرآن سره د تړاو يو له ډېرو روښانه څرګندونو څخه د «صَـفوَةُ الحُفّاظ» پېښه ده؛ داسې مراسم چې په کې  د قرآن  د حافظانو په يوه غونډه کې د ټول قرآن  له حفظ  څخه تلاوت کوي. په دې پېښې دويمې مرحلې  کې، چې له ۲۰۲۳ کال  د اکټوبر له  ۷مې څخه  کابو دوه مياشتې مخکې ترسره شوې وه، د قرآن کریم  ۱۴۷۱ حافظان  په غزې کې په درو لویو جوماتونو کې غونډ شول څو امتحان ورکړي. دغه پروګرام  د سهار وختی له آذانه  تر ماښام اذان پورې دوام وکړ او هر حافظ قرآن خپل ټول حفظ د استاد په شتون کې تلاوت کړ. د حفظ دغه طريقه چې د ايران  او نورو هېوادونو د معمولي طريقو په خلاف ده، غونډې ته يو معنوي او خاص فضا ډالئ کوي.

حفظ قرآن؛ مایه ایمان و امید در میان آوارگان مظلوم غزه

خو د غزې خلکو نړۍ ته روښانه ځواب ورکړ؛ د پیاوړي ارادې او پياړې ايمان سره، «صَفوَةُ الحُفّاظ۳» په غزې شمال کې ترسره شو. ودانۍ ويرانې وې، خو د  قرآن رڼا لا هم په زړونو  کې ځلېده او ددغه قرآني حرکت بیرغ  هماغه راز  پورته وځړید.

په جباليا خدمت رسونې مرکز کې، يوه  ډله ښځې په ورانونکې  جګړه کې، د قرآن له حفظ  څخه وړاندې کول! .

په  کنډوالو او پناه ځایونو کې  نجونې او هلکان  په ولولې او ځوږ سره قرآن حفظ کوي.

حفظ قرآن؛ مایه ایمان و امید در میان آوارگان مظلوم غزه

د غزې  د خلکو ايمان؛ د نړۍ الهام

د ایکنا په راپور کې ، په تېرو دوو کلونو کې، د غزې خلکو عجيبه ايمان او قرآن سره د دوی نزديکت، د رسنيو او د نړۍ د خلکو پام ځان ته  اړولی دی. له دغه ټاټوبی ډېر کليپونه خپاره شوي چې ښئي حتی په جګړې او کنډوالو  کې،  د قرآن رڼا په زړه کې ځلېږي او په نړۍ کې ئې ډېر خلک حيران کړي دي؛ هغه خلک چې د غزې خلکو د ايمان او کلک مقاومت  له امله د قرآن تلاوت ته هڅول شوي او حتی ځينې اسلام  منلو ته اړ شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4307986

captcha